د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د پنځوس اووریزې لوبې غوره شوي عکسونه

د کرکټ په روان نړیوال جام کې د پاکستان د ملي لوبډلې تر تاریخي ماتې وروسته د افغان لوبغاړو خوشحالي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

په دغه لوبه کې د افغانستان توپ وهونکی رحمت شاه ۷۷  منډې وکړې او تر پایه و نه سوځیدی

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي هم په نننۍ لوبې کې ۴۸ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېدی

د نننۍ لوبې په بهیر کې ابراهیم ځدران د یو څو شیبو لپاره په پښه کې د درد احساس وکړ،‌ خو بیا وتوانیدی چې لوبې ته ادامه ورکړي

رحمت شاه په نننۍ لوبې کې د شاټ وهلو په حال کې

د هند په چنای کې په نننۍ لوبه کې، پاکستان د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه

په دغه لوبه کې د افغانستان توپ وهونکو رحمت شاه ۷۷ او کپتان حشمت الله شهیدي ۴۸ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېدل

  د نننۍ بریا وروسته د راشد خان ارمان او مجیب ځدران خوشحالي 

تر لوبې وروسته، افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د خپل پاکستاني سیال بابر اعظم سره د روغبړ په حال کې

تر بریا وروسته د افغان لوبغاړو خوشحالي

د افغانستان په لوبډله کې نن د تیز توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي پر ځای، ورو توپ اچوونکي نور احمد لوبه وکړه

د چنای په لوبغالي کې ننداره چیان

محمد نبي په خپلو لسو اورونو کې یوازې ۳۱ منډې ورکړې او د مخالف لوري یو لوبغاړی یې وسوځاوه

په نړیوال جام کې په خپله لومړنۍ لوبه کې، ۱۸ کلن نور احمد په لسو اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې او د پاکستان درې لوبغاړي یې وسوځول

د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم د نننۍ لوبې په پای کې د خپل لوبډلې د ماتې په اړه وویل ،‌چې دا موږ ته ډیره دردونکې وه

په نننۍ لوبه کې شاهین افریدي وتوانیدی چې یواځې یوه ویکټه واخلي

حارث روف بیا هیڅ ویکټه وانخیستله