افغانستان د جنوبي افریقا سره د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ په دوهمه لوبه کې د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۰ (وږي ۳۰) مقابل لورې ته د ۳۱۲ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان پرانیستونکی توپ وهونکی رحمان الله ګربز د ۱۰۵ منډو کولو وروسته وسوځېد. رحمت شاه پنځوس منډې وکړې.
د افغانستان بل لوبغاړي عظمت الله عمرزي ۸۶ منډې وکړې او د لوبې ترپایه ونه سوځېد.
افغانستان د چهارشنبې په ورخ ددغې لړۍ لومړنۍ لوبه د شپږو ویکټو په توپیر وګټله.
د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي د پچې له ګټلو وروسته د لومړی توپوهنې پرېکړه وکړه. دا لوبې د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه کې کیږي.
د افغانستان په لوبډله کې نن د ګلبدین نایب پر ځای اکرام علي خېل ته ځای ورکړل شوی دی.
افغانستان په لوبډله کې د کپتان حمشت الله شهیدي برسېره، رحمان الله ګربز، ریاض حسن، رحمت شاه، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خیل، راشد خان، الله محمد غضنفر، فضل حق فاروقي او ننګیال خروټی شامل دي.