د افغانستان د عالمانو شورا د بهرنیو زندانانو د بندولو غوښتنه وکړه

د عالمانو سراسري شورا د خارجي زندانونو د بندولو او د افغانستان حکومت ته د زندانیانوو د د سپارلو غوښتنه وکړه. د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا غړو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي سره په کتنه کې د بګرام په نظامي مرکز کې قرانکریم او نورو دیني کتابونو ته د سپکاوي د شنیع عمل د کلکې غندنې په ترڅ کې وویل چې د عالمانو سرتاسري شورا دغه پېښه ددې زندان د غیرقانوني مدیریت له امله بولي او په جدي ډول د خارجي زندانونو د بندولو او د افغانستان حکومت ته د زندانیانو د برخلیک د سپارلو غوښتنه کوي، تر څو په راتلونکي کې د ورته پیښو د تکرار مخنیوی وشي.

په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته د ارګ په ماڼۍ کې تر سره شوه، جمهوررئېس حامد کرزي وویل چې په تیرو لسو کلونو کې یې په وار وار له بهرنیانو څخه غوښتي دي چې د افغانستان د مسلمانو خلکو دیني معتقداتو، اسلام پالنې او رسم و رواجونو ته احترام وکړي.

جمهور رئیس وویل،، د بګرام پېښه د افغانستان د خلکو د برحقه احساساتو د راپاریدو لامل شوه او موږ د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا او بګرام نظامي مرکز ته د لېږل شوي پلاوي غوښتنې امریکايي چارواکو ته ورسولې،،.

وروسته د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف په هېواد کې د وروستیو پیښو د یادونې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان دودیزې لویې جرګې ۷۶ماده اییز پرېکړه لیک صادر کړ او په هغه کې په وضاحت سره راغلي چې بهرنیان باید په بشپړه توګه د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او دا په دې معنی ده چې د بهرنیوو ځواکونو لخوا د شپې عملیات ودرول شي او هغوي په افغانستان کې د زندان درلودلو حق نه لري.