محب اوس لپاره د رازق په وژنې کې پاکستان ګرم نه بولي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې د پلټنو تر بشپړیدلو دمخه، نغواړي چې پاکستان د کندهار ولایت د پولیسو د پخواني مشر جنرال عبدالرازق په وژلو کې ګرم وبولي. د ولسمشر غني د ملي امنیت د سلاکار په توګه تر ګمارل کیدلو وروسته، پخپلې لمړنۍ مرکې کې ښاغلي محب امریکاغږ ته وویل چې د جنرال رازق د وژنې په هکله پلټنې به ډیر ژر بشپړې شي او د دې پیښې ټولې جزئیات به بربنډ شي.