پاکستان د پخواني افغان چارواکي څرک ندی موندلی

په کابل کې میشت د برتانیې سفارت افغانانو ته ویزې نه ورکوي.

د افغانستان د هرات او کونړ ولایتونو پخوانی والي فضل الله واحدي له نژدې یوه اونۍ راهیسې د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې لادرکه شوی. تر اوسه نده جوته چې آیا ښاغلی واحدي کومې ډلې تښتولی یا د هغه په لادرکه کیدلو کې نور عوامل شته.

ښاغلی واحدي د خپلې کورنۍ سره اسلام آباد ته تللی و چې د برتانیې له سفارت څخه د هغه هیواد د سیاحت ویزه ترلاسه کړي. د هغه شکایت له مخې چې د هغه خپلوانو د اسلام آباد د پولیسو سره ثبت کړی دی، نا پیژاندو کسانو ښاغلي واحدي د جمعې په ورځ له یوه میلمستون څخه یووړ.

د یادونې وړ ده چې په کابل کې میشت د برتانیې سفارت افغانانو ته ویزې نه ورکوي.

د یوه پاکستاني چارواکي په وینا پولیس او استخباراتي مامورین د واحدي په لټه بوخت دي خو تر اوسه یې کوم پرمختگ نه دی کړی.

ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د ښاغلي واحدي له خپلوانو سره خبرې وکړې او هغو ته یې ډاډ ورکړ چې افغان حکومت د ښاغلي واحدي د موندلو لپاره هڅه کوي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال د چارشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې دوی د پاکستاني مقاماتو سره په تماس کې دي او هیله لري چې ژر په دې هکله پرمختگ وشي.

له راز ډکه تښتونه

د پخواني والي فضل الله واحدي له رازونو ډکه تښتونه په داسې حال کې کیږي چې پاکستان، افغانستان چین او امریکا په گډه د افغان حکومت او طالبانوترمنځ د مستقیمو خبرو د بیا پیل کیدو هڅه کوي.

ددې څلورو هیوادونو چارواکي د پلان سسره سم د دوشنبې په ورځ په کابل کې سره غونډه کوي چې د سولې پروسه گړندۍ شي او داسې اټکل کیږي چې د جگړې د دواړو اړخونو ترمنځ د سولې خبرې د دې میاشتې تر پایه پیل شي.

ښاغلی واحدي څو کاله د کونړ په ولایت کې والي و چې د قبائیلي سیمو سره گډه پوله لري او بیا په هرات کې والي شو. خو ولسمشر اشرف غني څو میاشتې دمخه هغه د ښه حکومت دارۍ په مقصد له کاره گوښه کړ.

دغه بې درکه شوی افغان سیاستوال د پاکستان سخت منتقد و او ویل یې چې دا هیواد د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي او همداشان د پاکستان استخبارات د طالبانو ملاتړي دي. دا هغه ادعاوی دي چې پاکستان یې تل ردوي.

له بلې خوا طالبانو د فضل الله واحدي په تښتونه کې له لاس درلودلو انکار کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې " دننه په افغانستان کې پوره ستونزې شته چې ورسره مقابله وکړي، او زمونږ پالیسي هم مونږ ته اجازه نه راکوي چې په پردۍ خاوره کې عملیات وکړو."

په عمومي توگه د پاکستان په ځنو سیمو کې په ځانگړې توگه په کراچۍ ښار کې جنایي ډلې د یرغمل کولو او د باج اخیستلو په پیښو ملامتیږي، خو دا ډول جنایات د پاکستان په پایتخت کې بیساري دي.

همداشان یو شمیر پاکستاني چارواکي او منتقدین سیمه ییزو مقاماتو ته له مخکني خبر پرته پاکستان ته د ښاغلي واحدي په راتگ خوښ نه دي ځکه د مخکني خبرداري په صورت کې کیدای شول چې د هغه امنیت تامین شوی وای.