د نورستان ښکلا

پارون کې یوه ښکلې سیمه

اوس مهال د نورستان پارون کې یو برېښنا کوټ جوړ شو، چې یوازې د پارون بازار او دولتي ادارو ته برېښنا ورکولی شي.

پارون کې یوه زړه راښوونکې سیمه

د غرونو په منځ کې روان سیند په لیدو د نندارچیانو فکر ارامیږي. پارون مرکز

نورستان د غرونو وطن، د غرونو د لمنو یوه په زړه پورې منظره

یوه نورستانۍ ماشومه چې کور ته اوبه وړي، له پردیو سړیو مخ پټوي.

نورستاني ماشومان، ډېر یې له زده کړو لرې پاتې دي. معمول دی چې لوی ماشومان یې واړه په شا ګرځوي.

نورستان کې اوس هم معمول دی چې سړي یې غواګانې لوشي او د مالونو پالنه کوي. دا یو بانډه چي دی چې خپله غوا لوشي.

ماڼۍ دره کې خلک بانډو ته ځي او دمې ته ناست دي.

له تیږې جوړه کټوۍ چې مستې پکې ساتل کېږي. دا سوچه له تیږې جوړه شوې ده.

غشي ویشتل په نورستان کې لرغونې لوبه ده، خلک ېې اوس هم کوي.

غړکۍ، چې د څاروي له څرمنې جوړه شوې ده، مستې پکې کېږي.

د واما ولسوالۍ مرکزي کلی. عام خلک یې ډېر غریب دي او د اکثرو خلکو کورونه یې هم زاړه په رالوېدو دي.

د نورستانیانو په لاس جوړ لرګین توکي چې سوونه کاله پخواني دي. اوس یوازې یادګار دي

د نورستان واما ولسوالۍ کې یواځینی هوټل، د سیند په منځ کې جوړ شوی دی.

پارون ته نژدې امنیتي پوسته چې موټرې پلټي.

د نورستان ماڼۍ سیمه ده

د نورستان دا دنګې نښترې ښايي د شاعرانو لپاره د شعر لیکلو ښه فکر وبخښي. ځينې افغان شاعرانو  چنارونه او نښترونه د خپلو معشوقو له قامتونو سره پرتله کړي

د مرکز پارون یوه ښکلې سیمه 

د پارون یوه منظره

د پارون لرې پته سیمه ډیوه

د پارون ښکلا

د پارون ډیوې نومې لرې پرته سیمه چې په اوړي کې هم پکې خلک اور بلوي او بې له اوره شپه نه شي سبا کولی.

د پارون ډېرو سیمو کې امنیتي سرتېرو د نښترو په څوکو کې پهره دار خانې جوړې کړې دي.

د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي له ځینو زده کوونکو سره

په عکس کې لرې ښارکېدونکی کس ښکاري دی، چې د وحشي ژوو په ښکار پکې ګرځي. 

پارون کې د د ژمي بانډې، اوړي کې لوړو څوکو ته خېژي او ژمي کې بانډه چیان دغو بانډو کې مالونه ساتي

پارون ته ننوتونکې لاره