شنبې ورځ د عقرب په پنځمه کندهار کې پارلماني ټاکنې تر سره شوې ،دا چې د ښځو حضور په دی ټاکنو کې څنگه و؟
د کندهار ولايت د ښځو چارو ريسې رقيې اڅکزۍ امريکا غږ اشنا ته وويل:
د کندهار په پارلماني ټاکنو کې د ښځو پراخ حضور له تصوره ليري و.
میرمن اڅکزۍ وویل ”ښځو وښودله چې د دوئ مدني فعاليتونو او هلوځلو نتيجه ورکړې او په د مکراتيکو پروسو کې یې ونډه مهمه ده”.
ميرمن اڅکزۍ زياته کړه،داسې ښځې یې ليدلي چې د ډیرې ليرې فاصلې څخه چې کوچنيان په غيږ کې وو، پیاده راغلې وې تر څو خپله رایه وکاروي.
هغې دا هم وويل چې په دا ډول دمکراتيکو پروسو کې د ښځو د پراخ گډون لپاره امنيت ډیرمهم دی.
د تېرې اوونۍ له امنیتي پېښې وروسته چې له امله يې د امنيې قوماندان او د ملي امنیت مشر ووژل شول، په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات ځنډول شوي و چې د شنبې په ورځ د لړم د میاشتې په پنځمه تر سره شول.
رقيې اڅکزۍ سره د امريکا غږ مرکه دلته اوريدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5