افغانستان له بنګله دېش څخه د کرکټ د دریو لوبو لړۍ وګټله

افغانستان له بنګله دېش څخه د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

افغانستان د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم۲۱) له بنګله دېش څخه د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ وګټله.

د دغې لړۍ په درېیمه لوبه کې بنګله دېش لومړی توپ وهنه وکړه او افغانستان ته یې د ۲۲۵ منډو هدف وټاکه چې افغانستان دا هدف په ۴۸ اورونو کې پوره او لوبه او لړۍ یې دواړه وګټلې.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې۱۰۱ منډې رحمان الله ګربز وکړې. ورپسې عظمت عمرزی و چې ۷۰ منډې وکړې او د بري تر شېبې پورې ولاړ و.

عظمت همدغه راز په توپ اچوونې کې هم د بنګله دې څلور لوبغاړي وسوځول. د دغې لوبې غوره لوبغاړی هم عظمت الله عمرزی شو.

دا د بنګله دېش او افغانستان ترمنځ د دریو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه وه. د دغې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه او دویمه یې بنګله دېش ګټلې وه.

د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې افغانستان د دغو سیالیو کوربه و.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له به دغې لوبوې وروسته زمبابوې ته ځي. افغانستان د ډسمبر په میاشت کې له زمبابوې سره درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او دوې د ټست لوبې لري.