د کرکټ پر افغان لوبغاړي احسان الله جنت پنځه کلن بندیز ولګېد

د کرکټ افغان لوبغاړی احسان الله جنت

د افغانستان کرکټ بورډ د چهارشنبي په ورځ اګست اوومه (زمري ۱۷) اعلان وکړ چې احسان الله جنت یې په لوبه کې د درغلۍ (مېچ فکسنګ) په تور د پنځو کلونو لپاره د کرکټ له هر ډول لوبو څخه منع کړی دی.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جنت په روان کال کې د کابل غوره لیګ په دوهم فصل کې د کرکټ نړیوالې شورا د فساد یا درغلۍ ضد قانون تر پښو لاندې کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر احسان الله جنت باندې د کرکټ نړیوالې شورا د فساد ضد نړیوال قانون په رڼا کې پنځه کلن بندیز لګول شوی دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې جنت "د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون له مادو خپله سرغړونه منلې ده او په فساد کې د ښکېلتیا په تړاو یې پر خپلې سرغړونې اقرار کړی دی."

جنت د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د پخواني کپتان نوروز منګل کشر ورور دی. کرکټ بورډ پر هغه باندې د مېچ فکسنګ د تور په تړاو نور جزئیات ندي ورکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د فساد ضد څانګې پر دریو نورو لوبغاړو باندې هم د میچ فکسنګ د تورونو په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

کرکټ بورډ ددغو لوبغاړو نومونه نه دي ښودلي. د بورډ په خبرپاڼه کې راغلي: "باید وویل شي چې په لوبیز فساد کې د ښکېلتیا له امله پر دریو نورو لوبغاړو هم شکونه موجود دي او په اړه یې څېړنې روانې دي چې د جرم د ثابتېدو په صورت کې به یې په اړه تصمیمونه ونیول شي. "

د افغانستان کرکټ بورډ تېر دسمبرپر دریو نورو ملي لوبغاړو فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب ځدران باندې د یو کال دپاره بندیزونه ولګول.

کرکټ بورډ وویل چې دغه لوبغاړي په سوداګریزو لیګونو کې د بوختیا له کبله خپلو دندو ته ندي حاضر شوي، د هغوی دا کار د "ادارې او ملي ګټو خلاف" عمل ګڼل شوی و او له همدې کبله یې مرکزي قرارداد د یو کال دپاره لغوه شوی و.

جنت د کابل په غوره لیګ کې د شمشاد بازانو د لوبډلې دپاره لوبه کوله. هغه په څلورو لوبو کې ۷۲ منډې وکړې. شمشاد بازان لوبډلې په دغه لیګ کې یوازې یوه لوبه وګټله او د شپږو ټیمونو ترمنځ په وروستي مقام راغله.

جنت تراوسه د افغانستان لپاره په نړیواله کچه درې ټیسټ او ۱۶ یو ورځنۍ لوبې کړي دي.

دغه ۲۶ کلن لوبغاړي په ۲۰۲۲ کې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په ۲۰ اوریزه لوبه کې هم برخه لرله. دا د جنت وروستۍ نړیواله لوبه وه.