د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ لوبډلې دوشنبې نومبر ۱۸ (لړم ۲۸) په پنځوس اوریزه لوبه کې کوربه متحده عربي اماراتو ته د ۱۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه د هغه درې اړخیز سیریز برخه وه چې د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډله هم پکې ګډون لري.
په دوبۍ کې په نننۍ لوبه کې افغانستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او مقابل لوري ته یې په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان توپ وهونکو فیصل شینو زاده په ۱۰۴ توپونو ۱۵۶ منډې وکړې. پرانیستونکي توپ وهونکي محبوب خان په ۱۴۴ توپونو ۱۴۱ منډې وکړې او د پاڼۍ ترپایه ونه سوځېد.
په ځواب کې د متحده عربي اماراتو ټول لوبغاړي په ۴۶ اوور کې د یوازې ۱۹۰ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه یې وبایلله.
د افغانستان توپ اچوونکو نوریستاني عمرزي، خاطر ستانکزي او نظیف امیري هر یوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
دا مطلب هم ولولئ افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ په سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه
دا په روان سیریز کې د افغانستان د لوبډلې دوهمه لوبه او دوهم بری دی. افغانستان چې خپله لومړنۍ لوبه د جمعې په ورځ له پاکستان څخه ګټلې وه،
ټاکل شوې چې د افغانستان لوبډله د نومبر په ۲۰مه له پاکستان سره او د نومبر په ۲۴مه له متحده عربي اماراتو سره بیا مخامخ شي.
ددې سیریز پایلوبه د نومبر په ۲۶مه کیږي.