بامیان ته د داخلي او نړیوالو سیلانیانو پام اوښتی

په بامیان کې د صلصال او شهمامه نړیدلې مجسمې، شهر غلغله او په لسگونو تاریخي آبدې او طبیعي منظرې د سیلانیانو د جذبولو مهم ځایونه دي

بند امیر د بامیان ولایت یو مشهور طبعي بند دی چې په یکه ولنگ ولسوالۍ کې موقعیت لري او په ملي او بین المللي کچه شهرت لري

د بامیان ولایت صلصال او شهمامه نړیدلې مجسمې، شهر غلغله او په لسگونو تاریخي آبدې او طبیعي منظرې د سیلانیانو د جذبولو مهم ځایونه دي. په دې عکس کې تاسې شهر غلغله کتلای شئ

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست شمیرې ښیي چې د روان کال په ترڅ کې څه دپاسه ٣٥٠ زره داخلي او ٦٠٠ بهرنیي سیلانیان د بامیان ولایت ته تللي چې له درکه یې څه دپاسه ٥٢٥ میلیون افغاني عواید ترلاسه شوي دي

په دې وروستیو کلونو کې په بامیان کې پنځه عصري هوټلونه او په لسگونو رستورانونه د پانگه والو له خوا د سیلانیانو پلاره جوړ شوي دي

د بامیان ولایتي روغتون چې ١۴٠ بستره لري د آغا خان شبکې په مرسته جوړ شوی دی
 

د بامیان ولایتي مقاماتو ویلي چې محلي صنعتي توکي په ځانگړې توگه د ښځو لاسي صنایعو سږکال څه دپاسه څلور میلیون افغانۍ عاید کړی دی
 

د بامیان ولایت امنیت ډیر ښه دی او دا وضعیت سبب شوی چې په دې ولایت مختلفې ورزشي لوبې وشي. په دې عکس کې د بامیان د سکي لوبغاړي سیالیو ته تیاری نیسي

د بامیان ولایت د ښه امنیت په وجه پهد ې ولایت کې مختلفې ورزشي مسابقې کیږي چې په دې عکس تاسې د نجونو د بایسکل ځغلولو سیالۍ وینئ

 

دا هم د نارینو د بایسکل ځغلولو لوبو یو تصویر 

دا هم د بامیان ولایت ورزشي ستدیوم چې د بودا مجسمې په لمنو کې جوړ شوی دی

ددې ولایت په سلو کې ٨٠ وگړي په کرکیله مصروف دي، چې د کرهڼې او د کچالانو د تولید له لارې خپل ژوند پرمخ بیایي