د فوټبال نړیوال جام او د اسیایي هیوادونو د فوټبال جام ته د لارې موندنې لپاره د افغانستان د فوټبال ټیم د پنجشنبې په ورځ جون درېیمه (غبرګولي ۱۳) د بنګله دیش پر وړاندې په سیالۍ کې یو – یو مساوي شو.
ددې لوبې لومړنی ګول په ۴۸مه دقیقه کې د افغانستان د ملي ټیم لوبغاړي امرالدین شریفي وواهه.
خو د بنګله دیش د ملي ټیم لوبغاړي توپو برمن، د لوبې په ۸۴دقیقه کې بریالی شو چې د افغانستان د ټیم دروازه په نښه کړي او د مساوي ګول ووهي.
له دغه مساوي کیدو څخه وروسته افغانستان د پنځو امتیازونو په ګټلو سره په (E) ګروپ کې درېیم مقام خپل کړ.
په (E) ګروپ کې د اسیایي جام اتل قطر او د عمان ټیمونه د ګروپ د اتلولۍ پر سر له یو بل سره سیالي کوي. خو د اسیا جام ته د تللو لپاره په دریم پړاو لوبو کې د هند، افغانستان او بنګله دیش ټیمونه یو بل سره سیالي کوي.
ددې ګروپ راتلونکې سیالي د هند او قطر د ټیمونو ترمنځ ده، چې نن ترسره کیږي.
د افغانستان د ټیم راتلونکې لوبه به د هند سره وي، چې د جون د میاشتې په ۱۵کیږي.
د اسیایي هیوادونو د جام اتل قطر د شپږو لوبو وروسته ۱۶امتیازونه لري او د ګروپ په سر کې دی.
عمان له پنځو لوبو وروسته ۱۲امتیازونه لري او په دوهم مقام کې دی.