د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه

ټاکل شوې چې د افغانستان ابدالیانو لوبډله راتلونکې اونۍ د کوربه عمان او هانګ کانګ سره په درې اړخیز ټورنمنټ کې برخه ولري.

د افغانستان د ابدالیانو د کرکټ لوبډلې پنجشنبې اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۹) عمان ته په ۲۰ اوریزه تمریناتي لوبه کې د شپږو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د مسقط په العامرات کې افغانستان ددغې لوبې د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ توپ وهنه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې مقابل لورې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه.

د عمان لوبډلې په ځواب کې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

د افغانستان لپاره پرانیستونکي توپ وهونکي زبید اکبري تر ټولو زیاتې ۵۶ منډې وکړې. کریم جنت او شاهدالله کمال چې په څلورم او پنځم نوبت د توپ وهنې لپاره راغلل، هر یو یې د ۴۴ منډو کولو وروسته وسوځېدل.

د افغانستان د توپ اچونې په برخه کې الله محمد غضنفر د عمان درې لوبغاړي وسوځول. کریم جنت او فریدون داودزي هم یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د عمان لپاره وینایک شوکلا تر نورو زیاتې ۷۴ منډې وکړې. او په توپ اچوونکو کې یې صفیان محمود درې او حسنین شاه دوه لوبغاړي وسوځول.

د عمان په کوربه توب د دوو ۲۰ اوریزو لوبو ددغې لړۍ لومړنۍ لوبه پرون د اوو ویکټو په توپیر عمان ګټلې وه.

ټاکل شوې چې د افغانستان ابدالیانو لوبډله راتلونکې اونۍ د کوربه عمان او هانګ کانګ سره په درې اړخیز ټورنمنټ کې برخه ولري.