کرکټ؛ د افغانستان ابدالیانو لوبډلې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

کریم جنت د لوبې غوره لوبغاړی شو

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې (افغان ابدالیان) هانګ کانګ ته ماتې ورکړه او د دریو هېوادونو افغانستان، عمان او هانګ کانګ ترمنځ یې درې اړخیزه لړۍ په بري سره پیل کړه.

د یکشنبې د ورځې اکتوبر ۱۳ (تلې۲۲) په لوبې کې هانګ کانګ لومړۍ توپ وهنه وکړه او افغان ابدالیانو ته یې د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه.

افغانستان دا هدف په ۱۴ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د ۲۰ اورونو د دغې لوبې غوره لوبغاړی کریم جنت شو. کریم جنت په توپ اچوونې کې د هانګ کانګ درې لوبغاړي وسوځول.

نوموړي همدغه راز په توپ وهنې کې ۴۷ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بري کې یې مهمه ونډه واخیسته.

افغانستان بله لوبه له عمان سره کوي.

د دریو هېوادونو ترمنځ د دغه سیریز تر پيل مخکې افغان ابدالیانو له کوربه عمان سره دوې تمرینې شل اوریزې لوبې وکړې چې یوه افغانستان او بله له یې عمان وګټله.