د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د ډاکټر محمد اضغر علي شاه په نامه د کرکټ د شلو شلو اورنو سیالۍ اوس دریم پړاو ته رسیدلي دي.
دغه سیالۍ چې د شپې په لسو بجو پیل او په شاوخوا څلور بجو د سهار پای ته رسږي اوس د پای شیبو ته نږدې شویدي.
د افغانستان د ځوانانو کرکټ کلب چې پدغو سیالیو کې یې برخه اخیستې ده تیره ورځ یې د پاکستان کرکټ کلب ته یوازې د دوه لوبغاړو په سوځیدو سره ماتې ورکړه او د لوبو دریم پړاو یا کوارټر فاینل ته یې لاره پیدا کړه.
د یادولو وړ ده چې پدغو سیالیو کې ځینې داسې لوبغاړي هم لوبه کوي چې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې برحاله غړي دي.
د افغانستان د لوبډلې د لیدو لپاره هره شپه په زرګونه افغانان د ډاکټر محمد اضغر علي شاه میدان ته ورځي او د افغانستان بیرغونه ورسره وي. هغوي د ځانونو سره ډولونه هم راوړي وي او د هیواد د ځوانانو لوبډله تشویق کوي.
د ځوانانو د لوبډلې یو تن لوبغاړي حمید حسن تیره ورځ د امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل چې په زیات شمیر د افغانانو ورتګ هغوي نور هم دیته وهڅول چې ښه لوبه وکړي.
د افغانستان د ځوانانو کرکټ کلب به د شنبې په ورځ د دغو سیالیو نیمه پای لوبه یا سیمې فاینل کې برخه واخلي او که دغه لوبه یې وګټله نو د فاینل لوبې لپاره به چمتوالی نیسي. د افغانستان د ځوانانو د کرکټ کلب تکړه لوبغاړي
حمید حسن همدرانګه وویل هغنوي هیله لري چې د دغو سیالیو پای لوبه یا فاینل به هم وګټي.
له بلې خوا د پاکستان د کرکټ د ملې لوبډلې هغه لوبغاړي چې د رشوت خورۍ تور پرې لګیدل دی، هغوي به نن په لندن کې د پاکستان د ځینو چارواکو وګوري او تحقیقات به ترینه وشي.
د پاکستان د کرکټ وتلی او ځوان بالر محمد عامر، د لوبډلې کپتان سلمان بټ او بل تکړه بالر محمد آصف به په لندن کې د پاکستان د سفیر او د پاکستان د کرکټ بورډ مشر اعجاز بټ سره وګوري.
رپوټ وایي چې د پاکستان د لوبډل بل لوبغاړي کامران اکمل چې په هغه باندې هم د رشوت خورۍ تور لګیدلی ده هغه پدې ملاقات کې ندی شامل.