د متحده ایالاتو کانګرس د هغو په زرګونو افغانانو د میشت کیدو لپاره قانون منظور نشو کړی چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته د تخلیې په بهیر کې را وایستل شول او په متحده ایالاتو کې د بشر دوستانه ویزو له مخې په قانوني توګه ژوند کوي.
په اوسني کانګرس کې چې د جمهور رئیس جو بایډن دموکرات ګوند یې په دواړو خونو کې اکثریت څوکۍ لري یو شمیر غړیو یې هڅه کوله چې د حکومت د لګښتونو په لایحې کې امریکا ته د راغلیو افغان کډوالو د اوسیدو ستونزه هم حل کړي خو دا هلې ځلې ناکامه شوې او پریکړه به یې بل کال پداسې حال کې کیږي چې د استازو مجلس اکثریت به د مخالف ګوند (جمهوري غوښتونکو) سره وي.
امریکا ته نږدې ۷۶ زره افغانان چې د ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو او همکارانو په توګه کار کړی و، په نظامي الوتکو کې راوړل شول او د اوسیدو لپاره دوه کلن موقتي اسناد ورکړل شول.
د بشر دوستانه ویزو (Humanitarian Parole) موده د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې پای ته رسیږي او د لسګونو زرو افغانانو سرنوشت ناڅرګند دی.
په کانګرس کې د دواړو ګوندونو یوه ډله چې پخواني امریکایي ځواکونه او نظامي چارواکي یې ملاتړ کوي، د یو کال راپدیخوا کوښښ کوي په امریکا کې د افغانانو د میشت کیدو قانون ( Afghan Adjustment Act) منظور شي.
د دې قانون په منظوریدو سره به هغه افغانان چې بشر دوستانه ویزې لري، د اګست د میاشتې وروسته غیر قانوني کډوال نشي، هغوي به همدرانګه وکړی شي د امریکا د تابعیت لپاره غوښتنلیکونه وسپاري.
تر افغانانو وړاندې عین کار د کیوبا، ویتنام او عراق د اتباعو سره هم په متحده ایالاتو کې شوی و.
د افغانانو د میشت کیدو د قانون ملاتړ کوونکو فکر کاوه چې د ۲۰۲۲ منځنۍ دورې انتخاباتو څخه وروسته به دا قانون په آسانۍ منظور شي ځکه چې د کانګرس دواړو ګوندونو یې ملاتړ کاوه خو د سنا په مجلس کې په قضایه کمیټې کې تر ټولو جګپوړی جمهوري غوښتونکی سناتور چک ګراسلي د دې قانون په منظوریدو کې د ستر خنډ سبب شو.
د سنا همدا کمیټه په امریکا کې د کډوالۍ اړوند موضوعات څاري.
د امریکا د بحري ځواکونو یو پخوانی سر تیری شان وان ډیور وایي چې په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو دواړو د افغانانو د میشت کیدو د قانون منظوریدل غوښتل او یوازینی تن د آیوا ایالت سناتور چک ګراسلي و چې مخالفت یې وکړ او دا قانون منظور نشو.
د ښاغلي ګراسلي د مخالفت دلیل دا دی چې پدې قانون کې یوازې هغه افغانان ندي شامل چې په تیرو شلو کالونو کې یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو سره همکاري کړي بلکې داسې کسان هم پک شامل دي چې جرمي سابقه یې په سمه توګه نده څیړل شوې.
هغه ویلي، " په لومړي سر کې هغوي چې زمونږ د هیواد سره یې مرسته کړې، باید هغه ژمنه پوره شي چې مونږ ورسره کړې، خو د ارزیابۍ د بهیر پر سره یو څه مخالفت شته. دا یوه ستونزه ده چې تر اوسه نده حل شوې".
خو هغوي چې د دې قانون ملاتړ کوي، د سناتور چک ګراسلي دا اندیښنې ردوي.
د امریکا د پوځ څه باندې ۳۰ نظامي افسران چې د لوی درستیزانو د عمومي کمیټې درې پخواني مشران هم پکې شامل دي کانګرس ته یې په یو لیک کې ددې قانون د منظوریدو لپاره لیکونه استولي دي.
سپینې ماڼۍ یې هم د منظوریدو غوښتنه کړې.
که دا قانون منظور شي، په امریکا کې د راغلیو افغانو د میشت کیدو لپاره به بهیر چټک او لومړیتوب ورکړل شي. د کورني امنیت وزارت به د هر اړخیزې ارزیابۍ وروسته په قانون برابرو تخلیه شویو افغانانو ته د دایمي اوسیدو اسناد ورکړي او د هغو افغانانو د خوندیتوب لپاره به شرایط ښه شي چې په افغانستان کې پاتې دي او د خطر سره مخ دي.