یو افغان ماشوم چې په پور په ښوونځي کې زده کړې کوي

Your browser doesn’t support HTML5

پاکستان کې افغان ماشومان زده کړو ته ٰلېوال دي، خو د بد اقتصادي وضعيت له کبله زیات شمیر یې ځکه له زده کړو بې برخې کیږي چې له کمپونو بهر ورته د وړيا زده کړو زمينه نشته. د بلوچستان په قلعه سيف الله سيمه کې ۱۴ کلن ظاهر که څه هم د کور د لګښت د پوره کولو لپاره سخته مزدوري کوي، خو په پور زده کړې هم کوي.

په پاکستان کې افغان ماشومان له زده کړو سره ژوره ٰلېوالتيا څرګندوي، خو د بد اقتصادي وضعيت له کبله زیات شمیر ماشومان پدې خاطر له زده کړو بې برخې کیږي چې له کمپونو بهر په ښارونو کې د هغوی لپاره د وړيا زده کړو زمينه نشته. د بلوچستان په قلعه سيف الله سيمه کې څوارلس کلن ظاهر که څه هم د کور د مياشتني لګښت د پوره کولو لپاره سخته مزدوري کوي، خو د زده کړو لپاره ښوونځی په پور وايي. سالمين خپلواک - امريکا غږ