په زرګونو افغانې نجونې چې د طالبانو له خوا یې پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته انلاین زده کړې ته مخه کړې، وايي کمزوری انټرنیټ او لوړ لګښت یې مخنیوی کوي.
طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیا واکمن کېدو وروسته ثانوي ښوونځو او پوهنتونونو ته د نجونو په تګ باندې بندیز ولګاوه.
دا لا څرګنده نه ده چې په دقیق ډول څومره نجونې او ښځې په انلاین زده کړو کې برخه لري، خو د انلاین زده کړو دوې موسسې راپور ورکوي چې د ۲۰۲۱ راهیسې په لسګونو زره افغانان راجستر شوي او یا یې په دغو زده کړو کې د ګډون غوښتنلیکونه سپارلي دي.
د بدخشان په لرې پرته اشکاشم ولسوالۍ کې ۱۸ کلنه شکیبا چې ښوونځي ته له تګ څخه د منع کېدو وروسته، په خپل موبایل تلیفون کې انلاین کورسونه تعقیبوي، د انټرنیټ د کمزوري سیګنل ستونزه یادوي.
هغه وايي غواړي چې د یو لپ ټاپ کمپیوټر پیرلو ته پیسې خوندي کړي، خو د کمپیوټر دپاره د انټرنیټ د کڅوړې بیه ډیره لوړه ده او ددې ضمانت هم نشته چې په لیرې پرتو غرنیو سیمو کې به کار ورکړي.
شکیبا فرانس پرس ته وویل: "که چیرې د انټرنیټ ستونزه نه وای، نو دا به خورا اسانه وه. خو بیا هم له بیکاره ناستې څخه غوره ده چې دوام ورکړم."
هغې زیاته کړه: "زه یوازې دا هیله لرم چې زده کړه وکړم، بریالۍ شم او پرمختګ وکړم. که په یوه کورنۍ کې یو کس پرمختګ وکړي، ټوله کورنۍ او همدارنګه ټوله ټولنه پرمختګ کوي."
د نوي تعلیمي کال له پیل سره په افغانستان کې نارینه زده کوونکي ټولګیو ته ستنیږي خو ښځینه زده کوونکې د طالبانو د حکومت د بندیز له امله یو ځل بیا پر کور کښېنول شوې دي. ملګرو ملتونو دا بندیز د "جنسیتي اپارتاید" په نوم یاد کړی دی.
په داسې حال کې چې نجونو ته د انلاین زده کړې بدیل رامنځته شوی، خو زده کوونکي د کمپیوټر او انټرنیټ ستونزې او لوړ لګښت د خپلې زده کړې په لاره کې خنډ بولي.
د بیګم اکاډمۍ په نوم د انلاین زده کړو وبسایټ چې په دري او پښتو ژبو په شاوخوا ۸۵۰۰ ویډیوګانو کې د افغانستان د ثانوي ښوونځیو نصاب پوښي، د ۲۰۲۳ په دسمبر کې فعالیت پیل کړی او د کاروونکو شمېر یې اوس له ۳۰۰۰ اوښتی دی.
راتلونکي ته ناهیلي
د بیګم اکاډمۍ رئیسې حميدې امان وويل، د زده کوونکو میندې او پلرونه ښايي منندوی وي، خو د نجونو لپاره دا ستونزمنه ده چې د انلاین زده کړې دپاره وهڅیږي.
هغې فرانس پرس ته وویل: "کله چې هرڅه ستاسو پر مخ تړلي وي او راتلونکي ته هیڅ هیله نه وي، هڅونه ستونزمن کار دی... دا نجونې نشي کولی د فراغت سندونه ترلاسه کړي چې له مخې یې وروسته پوهنتون ته لاړې شي یا کومه دنده ولري."
په تیرو شلو کلونو کې د نجونو او ښځو لپاره زده کړه د متحده ایالاتو په ملاتړ د حکومت یو مهم هدف و، مګر لاسته راوړنې په لویه کچه په ښارونو کې محدودې وې، او د نړیوال کړکیچ ګروپ په وینا، د ۱۳ څخه تر ۱۸ کلنو یوازې ۲۳ سلنه نجونې ښوونځیو ته تللې.
ددغه څېړنیزې ادارې په وینا، دا شمیره وروسته له هغه ۱۳ سلنې ته راښکته شوه چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال کې د نجونو پر زده کړه د محدودیتونو فرمانونه صادر کړل.
د طالبانو چارواکو په وار وار ویلي چې نجونو ته د تعلیم د داسې یو نظام پر جوړولو کار کوي چې د اسلامي شریعت سره سمون ولري.
د کرونا د وبا په کلونو کې، په انلاین ښوونځیو کې د ګډون کچه لوړه شوه خو د ملګرو ملتونو د ښوونيزې، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) د راپور په اساس انلاین زده کړه "ښوونځي ته د تګ یوازې جزوي بدیل" دی.
افغان زده کوونکي په داسې یو هېواد کې د انلاین زده کړې هڅه کوي چیرې چې انټرنیټ زیاتره وخت بند وي، سرعت یې ورو او کله ناکله بریښنا هم قطع کیږي.
د "ډاټا رپورټال" په نوم د انلاین شبکو د څار اداره وايي، د افغانستان له څلورمې برخې څخه لږ نفوس انټرنیټ کاروي او د بې وزلۍ په وجه زیات شمېر خلک د کمپیوټر اخیستلو توان نلري.
د بیګم اکاډمۍ د انګلیسي ژبې ښوونکې راحله امان وايي، ددې اکاډمۍ شاوخوا ۹۰ سلنه زده کوونکي د زده کړې لپاره خپل تلیفون کاروي.
د انلاین زده کړې د ټولو ستونزو تر څنګ، ۱۸ کلنه عایشه ښوونځي ته د تګ ټولنیز اړخ یادوي.
هغې وویل: "انلاین ټولګي نشي کولی د فزیکي ټولګیو په څیر اغیزمن وي چیرې چې موږ له خپلو ملګرو او ښوونکو سره وینو او خپل نظرونه تبادله کوو."
هغې زیاته کړه: "انلاین کورسونه یوازې موږ ته امید راکوي او موږ هیڅکله نشو ویلای، چې ما انلاین زده کړه کړې او له ښوونځي فارغه شوې یم."