جوبایډن: په افغانستان کې پرمختګ شوېدی

دامرېکا دجمهوری رېاست مرستېال جوباېډن وايي له کوم وخت راهېسی چې امرېکا خپلې قواوې زېاتی کړېدی، په افغانستان کې ، دالقاعده خلاف داسی پرمختګ کوی چې اندازه ېې معلومېدلی شی.

جوزېف باېډن چې ددوشنبی په ورځ (دانډېانا پولېس ) په ښار کې خبری کولی ، وې وېل چې پکارده عسکر القاعده له خپلو خوندی ځاېونو نه محرومه کړی او دطآلبانو د جګړی ابتکار اوحرکت په شاو تنبوي. ښاغلی باېډن ووېل چې داتازه پړاو ېوازې پېل شوېدی او وعده ېې وکړله چې دافغانستان حآلات به د ډېسېمبر په مېاشت کې له سره ارزېابی شی.

په عېن حآل کې په افغانستان کې داېساف نړېوالی قواوی وايی چې ددوی څلور تنه عسکر ددوشنبی په ورځ دهېواد په جلا برخوکې ووژل شول. په دغوعسکرو کې ېو د هنګری دهېواد و او دوه تنه فرانسوېان وو. داسوشېتېد پرېس خبری اژانس وايی چې دا بل عسکر امرېکا يی و. دوه عسکر د سړکی د غاړی په بم باندی د افغانستان په ختېځ کې ووژل شول.