د افغانستان د فوټبال فدراسیون د راتلونکي نړیوال جام او اسیا جام ته د کولیفای کېدو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ۳۰ کسیزه سکواډ یا لوبډله اعلان کړه.
فډراسیون ویلي چې د د راروان جون میاشتې کې به افغان لوبډله په قطر کې د بنګله دېش، عمان او هند لوبډلو سره کوالیفای کېدو لومړي پړاو ته درې لوبې وکړي.
د فوټبال فدراسیون نن چهارشنبه د مې ۱۲ (غویی۲۲) ویلي چې افغان لوبغاړي به د سیالیو مخکې په اماراتو کې تمریني کمپ کې ګډون وکړي.
په دې اړه خپره شوې اعلامیه وايي: "ملي لوبډله به د تمریني کمپ په اوږدو کې د اندونیزیا او سنګاپور لوبډلو سره هم یوه یوه لوبه وکړي."
په اعلان شوي لېست کې د لوبډلمشر انوش دستګیر په شمول نور لوبغاړي هر یو اویس عزیزي، فیصل حمیدي، حمید الله وکیلي، میلاد انتظار، دیود نجم، امرالدین شریفي مصطفی ځاځی، فیصل شایسته، امید پوپلزی او داسې نور لوبغاړي شامل دي.
په راتلونکي ۲۰۲۲ کال کې د فوټبال نړیوال جام په قطر کې ترسره کیږي او له هغه وروسته په ۲۰۲۳ کې اسیا کپ لوبې ترسره کیږي.
افغانستان تر دې دمه د نړیوال جام لوبو ته لاره نه ده موندلې.