کپتان نبي: موږ د اسیايي کپ لوبو کې ګټه او زدکړه دواړ وکړل

د افغانستان دکرکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي وايي چې دوي د اسیا کپ د یو ورځنیو سیالیو نه مخکې، فقط دوه سترو ټیمونو سره سیالۍ کړې وې.
محمد نبي د امریکا غږ آشنا راډیو سره په میر پور ډهاکه کې د هند سره د یو ورځنۍ سیالۍ نه پس یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې دې سیالیو ته موږ د یو پینځم ټیم په توګه راغلي وو چې د اسیا د سترو ټیمونو سره یو ځای لوبې وکړو او زدکړه وکړو او خپله وړتیا په عمل کې وښيو.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي وايي چې دوي د اسیا کپ د یو ورځنیو سیالیو نه مخکې فقط دوه سترو ټیمونو سره سیالۍ کړې وې او دا څلور نورې لوبې ېې د هغو ټیمونو سره وکړې چې تردې مخکې ېې شپږ اووه سوه یو ورځنۍ لوبې ېې کړیدي.

د افغان کرکټ ټیم مشر وویل چې زموږ دپاره د دې لوبو ستره لاسته راوړنه دا وه چې د بنګله دیش په شان د اولې درجې او ټیسټ لوبو غړیتوب لرونکی هیواد و په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې مات کړو او په دې توگه موږ د اسیا په ټیمونو کې خپل نوم ثبت کړ.

محمد نبی وویل چې د دې لوبې معنوي ګټې سره سره تخنیکي ګټه دا ده چې موږ یوه اوونۍ وروسته همدلته د کرکټ د شل اوریزو نړیوالو لوبو په لړ کې بنګله دیش سره لوبه کوو نو دغه برۍ به راته په مقابل لوري باندې د فشارپه ساتلوکې مرسته وکړي.

محمد نبي د خپل ټیم د توپ وهنې یا بیټینګ د مشکل په اړه وویل چې زموږ یو څو لوبغاړي مشکل لري ګني په دې څلورو لوبو کې زموږ څلور لوبغاړي په بالنګ او بیټینګ کې ښه ځلیدلي دي، لکه اصغر ستانکزی،سمیع شینواری ،نورعلي او شاهپور ځدران. هغه وویل چې وخت او تجربې سره به نوره هم بهتري راشي.

د افغانستان د کرکټ د ملی ټيم د خپلو مینه والو نه مننه وکړه چې دوي سره ېې په هره لوبه کې ملګرتیا او ملاتړ کړیدی او هیله ېې څرګنده کړیده چې راتلونکو لوبو کې به نور هم ښه زیري ورکړي.