د افغانستان یوې محکمې د هغو درو امریکایانو د بند سزا گاني سپکی کړی دي چی دتروریزم ضد عملیاتو کی درو تنو افغانانو ته په شکنجو ورکولو تورن دي قاضی عبدالطیف نن په کابل کی خبر یالانو ته وویل چی په دغو تورنو کسانو باندی د هغوی د بند نوي سزاگاني د محکمې په یوه پټه غونډه کی را ووتلې . هغه وویل ددغي ډلي مشر جاناتن اډیما به د لسو کالو په ځای پنځه کاله ، د هغه د جرم نژدې ملگرئ برنټ بینیټ به د لسو کالو بند په ځای درې کاله او دریم نفر ایډوارډ کارا بېلو چی وایی ژورنالیست و د اتو کالو بند په ځای دوه کاله بند تیروی . په دغو درو تنو باندی د تیر ډیسیمبر په میاشت کی دا سزا گاني په دې تور را وتلي وې چی په کابل کی یې خصوصی زندان جوړ کړی و او لږ تر لږه لسو افغانانو ته یې شکنجې ورکړی وې . ایډیما ویلي و چی ده دا کار د امریکا ددفاع د وزارت او افغاني مقاماتو د اجرااتو سره د پیوستون په اساس کړی دی . مگر دواړو حکومتونو دا ادعا رد کړې ده .