د امریکا د جمهور رئیس جورج بوش میرمن د یوه پنځه ساعته سفر لپاره افغانستان ته تللې چه هلته د ښځو د حقوقو سره ملاتړ وښیی - 2005-03-31

میرمن بوش نن افغانستان ته ورسیده او هیله یې څرگنده کړه چه افغانستان ته د دې سفر به د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکی لا نوری هم ټینگی کړی او هم یې د امریکا د هغو هڅو یادونه وکړه چه د افغانستان د ښځو دپاره د بهترو فرصتونو د برابرولو دپاره کوی. میرمن بوش چه پخوا په خپله ښوونکې وه دافغانتسان د ښوونی او روزنی سره د امریکا د شلو ملیونو ډالرمرستی اعلان وکړ چه د دغی مرستی څخه تخمین اتلس ملیونه ډالره یې په افغانستان کی د امریکا یوه نوې پوهنتون ته ورکول کیږی. میرمن بوش همدارنگه د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزی سره هم وکتل دې وویل چه افغانستان ته د دې سفر عمده پیغام د افغانستان د ښځو سره یو والی دی. هغې وویل. د متحده ایالاتو حکومت د افغانستان د ژوند په هره برخه کی د ښځو برخی اخیستو ته د زړه له کومی متحد دی. درې کاله د طالبانو د وخت نه چه ښځو د کار او درس حق نه درلود تیر شوی خو بیا هم د افغانی انجونو دپاره شرایط لکه څنگه چه لازم دی نه دی برابر شوی. د ملگرو ملتونو یوه احصایه ښیی چه یوازی څورلس فیصده ښځی سواد لری او اوس هم په ښونځیو کی کم لیدل کیږی. میرن بوش نن وویل دا هیله لری کوم پرمختگ چه تر اوسه د ښځو په برخه کی شوی نور هم دوام وکړی. دې وویل : ما په ډیر افتخار سره لیدلی چه ستاسو د ملک زړه ورو ښځو په ټول ملک کی د ښوونکو، زده کونکو، قاضیانو. ډاکترانو او د ټولنی د مشرانو، وزیرانو او والیانو په توگه رهبری پر غاړه اخیستې.

دا سیمی ته د میرمن بوش لومړی سفر دی . دې وویل چه ډیر پخوا یې لا غوښتل چه دا سفر وکړی خو د امنیتی دلایلو له کبله ځنډیدلی وو. د هغې دا سفر د واشنگټن په وخت تر پرون سهار پوری چه د دې ځای نه یې حرکت وکړ پټ ساتل شوی وو. میرمن بوش بیرته امریکا ته د راتگ نه مخکی د امریکایی عسکرو سره د ماښام ډوډی خوری.