امریکایی او عراقی قواوی د خپلو پوځی عملیاتو په پنځمه ورځ  د فالوجه د ښار جنوب پلو  پر مخ روان دي  - 2004-11-12

امریکایی او عراقی قواوی د خپلو پوځی عملیاتو په پنځمی ورځ چی غواړی سیمه د تندرو انو نه پاکه کی د فالوجه د ښار جنوب پلو پر مخ ځی او کور په کور تلاشی کوی . پدی سیمه کی د هغو سختو نښتو د جملی نه چی شوی دی یوه د جمعی په ورځ د فالوجه د ښار په جولان نومی سیمه کی یوه جومات ته نږدی وشوه .پدی لړ کی امریکایی بحری قواو عسکر کور په کور تلاشی کولی تر څو پدی سیمه کی چی د یاغیانو رسوخ پکی ډیر دی امنیت ټینگ کړای شی . د پنځو ورځو شدیدو عملیلتو او د اونیو اونیو هوایی حملو نه وروسته دا ښار په تشی بیدیا بدل کړی دی .

امریکایی پوځی مامورین وایی اوس دوی د عراقی قواو سره په گډه د فالوجه د ښار د زیاتری برخی کنترول پخپل لاس کی اخستی دی خو بیا هم دلته ، هلته د ځینو مقاومتونو سره هم مخامخ شی چی زیاتره یی د ښار په جنوبی برخه کی را ایسار شوی دی. ددوشنبې ورځی نه راپدی خوا کله چی دا پوځی تصفیوی عملیات پیل شول په سلهاو یاغیان وژل شوی او زیات شمیر یی نیول شوی هم دی. پدی جنگونو کی تر اوسه پوری اتلس امریکایی او پنځه تنه عراقی عسکر هم وژل شوی دی . په موصل باندی هم هوایی حملو او بمباریو نه پس په سړکونو کی د سختو نښتو رپوټ ورکړ شوی دی یاغیانو په یوه پولیس ستیشن باندی حمله وکړه چی په نتیجه کی یی یو امریکایی عسکر په ډزو کی ووژل شو. د بغداد په مرکزی برخه کی هم نن شدید جنگ وشو په ښار کی د چاودنو او ډزو رپوټ ورکړ شوی دی خو تر اوسه یی منبع لا نده معلومه .