د افغانستان د ختیز ،جنوبی او شمالی سیمو د قولی اردو دری قوماندانان تبدیل شوی دی - 2004-07-20

جمهور ریس حامد کرزی د افغانستان د ختیز ،جنوبی او شمالی سیمو د قولی اردو دری قوماندانان تبدیل کړی چه یو یی والی او دوه نور یی د پولیسو د امنیه قوماندانانو په حیث ټاکل شوی دی

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی د ملیشو دری غټ قوماندانان د پوځی مقاماتو نه ملکی ماموریتونو ته ټاکلی دی چی د هغه دا اقدام داسی هڅی او کوششونه بلل شوی دی چی دا تضمین شی چه په اکتوبر کی د جمهوری ریاست انتخابات به محفوظ او عادلانه وی جنرال عطا محمد به د بلخ والی ، جنرال حضرت علی به د ننگرهار د ولایت امنیه قوماندان او جنرال خان محمد به د کندهار د ولایت امنیه قوماندان وی .ښاغلی کرزی وایی چی جنگ سالاران د طالبانو تر جنگیالیو چی د راتلونکو انتخاباتو د گډوډولو هوډ یی کړی خطرناک دی پدی وروستیو وختونو کی د جنرال عطا محمد تاجک ملیشو د ازبک قوماندان د ملیشو سره زیاتی جنگ جگړی کړی دی . د افغانستان د تقریبآً پنځوسو زرو ملیشه جنگیالیو نه زیاترو یی خپلی وسلی نه دی تسلیم کړی که څه هم چی ملگرو ملتونو د هغوی د بی وسلی کیدو دپاره یو پروگرام برابر کړی دی .