د بغداد په چاودنو کې ۵۸ کسه وژل شوي

<!-- IMAGE -->

عراقي چارواکي وايي چې د بمونو په یو لړ چاودنو کې چې زیاتره یې نن په پایتخت بغداد کې په شعیه ګانو باندې شوي، لږ تر لږه ۵۸ کسه وژل شوي دي.

څو چاودنې د بغداد د صدر په ښار کې د شعیه ګانو په ځایونو کې وشوې. چارواکو وویل چې د آمریکا ضد ملا مقتدالصدر دفتر ته نژدې د موټر بم په چاودنه کې ۲۵ کسه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۰ تنه زخمي شوي دي.

یو بل بم په یوه مارکیټ کې وچول شو. مامورین وايي چې نور بمونه هم نن په بغداد کې د شعیه ګانو په مسجدونو کې چاودلي دي.

دا حملې څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې عراقي چارواکو اعلان وکړ چې په عراق کې یې د القاعدې دوه لوړ پوړي مشران وژلي دي.

په عراق کې دا حملې د مارچ په میاشت کې د پارلماني انتخاباتو نه وروسته چې کوم خاص ګټونکی په کې نه دی معلوم، زیاتې شوي دي.

عراقي پولیسو وویل چې نن سهار وختي د ( انبار) په لویدیځ ولایت کې د سړک په غاړه د څو بمونو په چاودنو کې لږ تر لږه شپږ کسه وژل شوي او لس تنه زخمي شوي دي.