روسیه او آمریکا د ستراتیژیکو وسلو تړون لاس لیک کړ

د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما د ستراتیژیکو وسلو د تړون د تمدیدولو په مراسمو کې د چک جمهوریت په پراګ کې بیانیه ورکړې چې ستاسو پام ورته رااړوم.

سهار مو نیکرمرغه ، ما ته دا د ډیر ویاړ او افتخار ځای دی چې زه په دې تاریخي ورځ چې د ستراتیژیکو وسلو نوی تړون مو بشپړ کړ، دلته د روسیې د جمهور ریْس میدویدیف او د چک د کوربه هیواد د خلګو سره حاضر یم.

اجازه راکړیْ چې تاسو ته ووایم چې زه د پراګ ښایسته ښار ته د بیرته راتلو وروسته څومره خوشاله یم. پرته له شکه د چک جمهوریت د آمریکا نږدې ملګری او متحد هیواد دی. زه د چک د جمهوریت خلګو ته ډیر احترام او ورسره ډیره مینه لرم. د آمریکا د خلګو سره د چک خلګ ژورې او ناپای ته رسیدونکي اړیکې لري او چک د لسیزو راهیسې د آمریکا د متحده ایالاتو سره په تیره بیا زما د ښار، د شیکاګو سره ډیرې همکارۍ کړي دي.

دغه راز زه د خپل ملګري او شریک جمهور ریْس میتري میدویدیف څخه هم مننه کوم، پرته د هغه د هلو ځلو او قوي مشرتابه نه به نن مونږ هغه بریالتوبونه نه درلوداې چې اوس یې لرو. مونږ د سترتیژیکو وسلو د نوي تړون د جوړولو په ترڅ کې په وار وار سره په ټلفون کې خبري وکړې او په لړ کې یې زمونږ ترمنځ موثرو کاري اړیکو لازیاته وده وکړه، داسي اړیکې چې اساس یې متقابل احترام، اخلاص او همکاري ده.

یو کال مخکي، په همدغه اونۍ زه پراګ ته راغلم او د اټمي وسلو د خپریدو د مخنیوي په باب مي د آمریکا هر اړخیز دریځ او تعهد د یوې بیانیې په ترڅ کې بیان کړ، داسي تعهد چې هدف یې په نړۍ کې د یوداسي چاپیریال رامنځ ته کیدل دي، چې اټمي وسلې په کښي نه وي.

ما هغه مهال هم ویلي و او نن به یې یو ځل بیا تکرار کړم چې دغه هدف یو اوږمهاله هدف دی ، دومره اوږمهاله چې ښايي زما د ژوند په موده کې ترلاسه نشي. خو ما هغه وخت هم پر یوې مسلې باندې باور دلود او اوس یې هم لرم، هغه دا چي ددغه اوږمهاله هدف تعقیبول به مونږ د سړې جګړې نه ډیر آه خوا ته یوسي او په نړۍ کې به د وسلو د کمولو رجیم ته وده ورکړي چې په لړ کې به یې نړۍ او د آمریکا متحده ایالات یو خوندي او مسون ځای شي.

ددغه هدف د ترلاسه کولو دپاره ما تیرکال د یوه اقدام یادونه وکړه او هغه د ستراتېژیکو وسلو د تړون د اهمیت درک و. فلهذا زه ډیره خوشاله یم چې نن دلته پراګ ته د همدغه کار په سلسله کې راغلی یم.

زه سپینې ماڼۍ ته د نورو هدفونه ترڅنګ د دې هدف سره هم راغلی یم چې د آمریکا د متحده ایالاتو او روسیه ترمنځ اړیکې د سره پرانیزم او زه په دې هم پوهیږم چې جمهور ریْس دیمتري میدویدیف هم زما سره موافق دی او ورته هدف ته متعهد دی. په لندن کې زمونږ د لومړۍ غونډه پرمهال ښاغلي دیمیتري میدویدیف وویل چې زمونږ په اړیکو کې اختلافات پیدا شوي دي او د دواړو ملکونو ترمنیځ د مشترک المنافع مسایلو په برخه کې همکارۍ ته خنډ جوړوي او کله چې د آمریکا متحده ایالات او روسیه په دې ونه توانېږي چې په غټو مسایلو کې په ګډه کار وکړي نو دا د دواړو ملکونو او نړۍ په ګټه نه ده.

مونږ دواړو په ګډه هغه اختلافات له مینځه یوړل او دا مو ثابته کړه چې همکاري ګټه لري. نن ورځ په نړۍ کې د اټمي خوندیتوب او ددغو وسلو د نه خپریدو دپاره او دغه راز د آمریکا او روسیې د اړیکو دپاره یوه ډیره مهمه ورځ ده. یوه داسي ورځ چې په ترڅ کې یې مونږ د ستراتیژیکو وسلو د کمولو د تړون په برخه کې چې زمونږ مشترک هدف و، د ډیرو خبرو اترو وروسته یوې نتیجې ته ورسیدو.

د ستراتیژیکو وسلو د کمولو د نوي تړون په ترڅ کې به زمونږ د اټمي وسلو په شمیر کې د پام وړ کموالی راشي، د اټمي وسلو د انتقالولو نقلیه وسایط به سم نیمی راکم کړي او دغه راز یادشوی تړون د تصدیقولو یو هر اړخیز میکانیزم لري چې په لړ کې به یې زمونږ ترمنځ د لازیات اعتماد دپاره زمینه مساعده شي. دغه تړون دواړو خواوو ته د دې توان ورکوي چې خپل امنیت تامین کړي او دغه راز آمریکا په دغه تړون کې د خپل اروپايي متحدینو امنیت ته متعهده ده. زه به د آمریکا د متحده ایالاتو د مشرانو د جرګې سره پر دې کار وکړم چې دغه مهم تړون د روان کال په پای کې تصویب شي.

په پای کې نن ورځ د آمریکا د متحده ایالاتو او روسیې، چې د نړۍ ۹۰ په سلو کې اټمي وسلې لري، تعهد بیانیوي چې په دې برخه کې بامسولیت نړیوال مشرتوب تعقیب کړي. مونږ یوځای په نړۍ کې د اټمي وسلو د نه خپریدو تړون ته متعد یو او همدغه تړون باید په نړۍ کې د وسلو د نه خپرویدو اساس وي.

په داسي حال کې چې د سټارټ یا ستراتیژیکو وسلو د کمولو تړون تمدیدیدل یو مهم ګام دی، په عین حال کې د یوه اوږده مزل او سفر پیل هم دی. لکه څنګه چې ما پروسږ کال په پراګ کې وویل، دغه تړون به د وسلو د لازیاتو کمولو دپاره زمینه مساعده کړي.

لکه څنګه چې په دې برخه کې مونږ پرمخ مزل کوو، مونږ به د ستراتیژیکو او تاکتیکي وسلو د کمولو په برخه کې د روسي مقاماتو سره خبري اترې وکړو.

همدرانګه ما او جمهور ریْس دیمیتري میدویدیف پر دې هم موافقه وکړه چې خپل د اټمي دفاع سیستم ته وده ورکړو چې په کې به دواړو ملکونو ته د ګواښ د ارزیابۍ په برخه کې د معلوماتو شریکو شامل وي او دغه راز دواړه ملکونو به د بالیستیک توغندیو د راوتلو په برخه کې یوه ګډه ارزیابي وکړي او کله چې دغه ارزیابۍ بشپړې شوې زه غواړم د اټمي دفاعي سیستم په اړه د روسیې سره د آمریکا او دغه ملک پر ګډو همکاریو باندې د خبرو اترو لړۍ پیل کړم.

خو اجازه راکړیْ چې یوه خبره واضیح کړم، هغه دا چي د روسیې او آمریکا ترمنځ د اټمي وسلو مسله یوه عادي مسله نه ده بلکې دغه وسلې د ټولو هیوادونو مشترک امنیت ته ګواښ پېښوي. د ترهګرو په لاس کې د اټمي وسلو شتون، د ټولو خلګو دپاره د ماسکو څخه نیولې تر نیویارک پوري او د اروپا د ښارونو نه نیولې تر جنوبي آسیا پوري د خطر نښه ده. فلهذا راتلونکې اونۍ، په همدغه مناسبت په واشنګټن کې د ۴۷ ملکونو غونډه دایریږي چې په ترڅ کې به یې پر هغو اساسي لارو چارو باندې خبري وشي چې څه ډول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په تیره بیا په آسیب پذیره سیمو کې د څلورو کلونو په ترڅ کې د اټمي موادو ساتنه وشي.

همداشان په نورو ملکونو کې د اټمي وسلو خپریدل هم د نړۍ د امنیت دپاره یو ګواښ دی او دا کار به په مینځني ختیځ او خیتځه آسیا کې د اټمي وسلو سیالۍ ته لمن ووهي . د روانې اونۍ په پیل کې د آمریکا متحده ایالاتو په رسمي ډول زمونږ پالیسي بدله کړه او هغو ملکونو ته یې چې اټمي وسلې نه لري او اټمي وسلو د نه خپریدو د نړیوال تړون پر اساس عمل کوي، په واضیح توګه یې بیان کړه چې د دوی امنیت به د آمریکا د اټمي وسلو په خاطر د ګواښ سره مخامخ نشي چې دا په خپل زات کې د اټمي وسلو د نه خپریدو تړون ته زمونږ یو بل تعهد ښيي. یوداسي تعهد چې زمونږ د امنیتي تګلارې اساس ایږدي. هغه ملکونه چې اټمي وسلو د نه خپریدو اساسات رعایتوي په بدل کې به لازیات امنیت او فرصتونه تر لاسه کړي او برعکس هغه ملکونه چې نه غواړي خپل نړیوال مکلفیتونه درک کړي، د نړیوالې ټولنې نه به لیري پاته شي او هغه فرصتونه به د لاسه ورکړي چې د نړیوالې ټولنې سره یې یوځای ترلاسه کولای شي.

هغه ملکونه چې خپل نړیوال مکلفیتونه دپامه غورځوي، مسوله به وګڼل شي کنه نو د وسلو د نه خپریدو تړون به تش په نامه خبري وي.

په همدغه دلیل باندې د آمریکا متحده ایالات د روسیې سره د ملکونو په یوه ایتلاف کې یو لاس ده او پردې باندې تاکید کوي چې د ایران اسلامي جمهوریت باید خپل د اعمالو د عواقبو سره مخامخ شي، ځکه په دوامداره توګه په دې نه دی توانیدلی چې خپل نړیوال مسولیتونه درک او رعایت کړي.

مونږ په ګډه د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې پر دې کار کوو چې د ایران پرضد د دغه ملک د اټمي پروګرام په خاطر نور بندیزونه ولګوو. مونږ به هیڅ داسي اعمال و نځغمو چې د اټمي وسلو د نه خپریدو د تړون خلاف وي ، د نړۍ په یوې مهمې برخه کې د اټمي وسلو سیالۍ ته لمن ووهي، د نړیوالې ټولنې اعتیبار ته ضربه وارده کړي او بالآخره زمونږ مشترک امنیت د ګواښ سره مخامخ کړي.

په داسي حال کې چې دغه موضوګانې لوړ اهمیت لري ، په عین حال کې د آمریکا او روسیې د اړیکو یوه برخه تشکیلوي. نن یو ځل بیا زه په روسیې کې د ورستیو تروریستي حملو له امله چې زیات شمیر بې ګناه کسان یې په روسیه کې ووژل، د روسیې خلګو ته خپل ژور خپګان څرګندوم او دوی ته د ډاډ ګیرنې مراتب وړاندي کوم.

مونږ به په ګډه د ترهګرۍ او افراطیت سره مبارزې ته ادامه ورکړو.

همدا راز مونږ پر دې هم خبري وکړې چې په اقتصادي چارو، پانګه اچونې، تجارت او ټیکنالوژۍ په برخه کې خپله همکاري زیاته کړو او زه دې ته سترګې په لاره یم چې د جمهور ریْس دیمیتري میدویدیف سره کله چې هغه د آمریکا متحده ایالاتو ته د روان کال په پای کې په سفر راشي پر دغو موضوګانو باندې لازیات بحث وکړم ځکه کې چیري زمونږ د دواړو ملکونو ترمنځ همکاري وي نو مونږ کولای شو چې ډیر مسایل د خپل امنیت او سوکالۍ په برخو کې ترلاسه کړو.

که چیري په نړۍ کې هغو ستونزو ته چې مونږ ورسره مخامخ یو، پام وکړو نو په ډیر آسانۍ سره د دوو حالتونو سره مخامیږو چې یاخو راحتي اختیار کړو او یاهم هغه تصور رد کړو چې پرمختګ په ګډه کیدای شي خو زه غواړم هغه څه چې مي په پراګ کې پرې بحث کړی و هغه تکرار کړم چې کله ملکونه او خلګ یې د خپل منځي اختلافاتو پراساس تعریف شي نو په نتیجه کې یې د ملکونو ترمنځ فاصله ډیریږي. کله چې مونږ په دې و نه توانیږو چې سوله ترلاسه کړو نو دا فرصت د تل دپاره زمونږ د لاسه وځي.

د پراګ دغه جادويي ښار به د بیلابیل اړخ د بشر د حقوقو د پرمختګ په برخه کې یوه خاطره پاته شي او د نن ورځې مراسم به د هغه حقیقت شاید دي چې پخواني دښمنان کولای شي نوې ملګرتیا پیل کړي.

ما هغه بله ورځ د ارکاډی بریش خبرو ته غوږ نیولی و چې د روسیې لومړۍ اټم بم یې جوړ کړ، هغه اوس ۹۲ کلن دی او د نړیوالې جګړې وحشت او د سړې جګړې په نتیجه کې یې نفاق یې ولیده. هغه په خپلو خبرو کې وویل چې زه هغې ورځې ته سترګې په لاره یم چې انسانیت هغه اوج ته ورسېږي چې نور اټمي وسلو ته هیڅ حاجت پیدا نشي او په نړۍ کې سوله او آرامي وي.

دا ډیره آسانه ده چې د هغه خبري د پامه وغورځوو خو د دې کار په کولو سره به د پخوا د وحشت او ویرې د بیا تکراریدو خطر زیات کړي او په لړ کې به یې د بشریت د پرمختګ تاریخ به د پامه وغورځول شي.

د ملکونو ترمینځ سوله او آرامي او همکاري نه یواځي د ۲۱ پېړۍ د مشرانو کار دی بلکې د دغې پیړۍ د خلګو کار هم دی.

مونږ باېد د پرمختګ د ترلاسه کولو په برخه کې متعهد وسو! مننه