ملگرو ملتو د پټو زندانونو بحث ځنډولی

د ملگرو ملتو د بشري حقوقو شورا په هغه رپوټ باندې بحثونه ځنډولي دي چې ځنې هیوادونه یې په دې غندلي دي چې په سري ډول په تروریزم تورن کسان بندیانوي.

ددغه رپوټ یوه لیکونکي امریکا غږ ته وویل چې د امریکا او د نورو هیوادو حکومتي مامورین چې ددغو کسانو د نیولو تر شادي، باید مجازات او بندیان شي.

د نړیوال تروریزم په عهد کې، دا سوال پیدا کیږي چې ملتونه هغه کسانوسره چې ادعا لري د خپلو مذهبي عقایدو په بنیاد جنگیږي او د کوم خاص دولت سره تعلق نه لري، څه ډول چال چلند وکړي.

دا سوال حکومتونه او د بشري حقوقو ادارې ددې ستونزې مسئولینې بولي او دا د ملگرومتلو د خپریدلو په حال کې د یوه رپوټ موضوع ده.

په بشري حقوقو کې د ملگرو ملتو خاص رپوټ ورکونکی، مانفرد نواک وايي:

"په رپوټ کې ډیره پاملرنه د امریکا متحده ایالاتو ته شویده ځکه پدغه هیواد کې د بندیانو د لیږدونې فوق العاده الوتنې تنظیمې شوي دي چې په هغو کې په تروریزم تورن کسان یرغمل نیول شوي او بیا مختلفو هیوادونو ته بیول شوي دي تر څو د هغوی نه د راتلونکو ترویرستي حملو په هکله پټ معلومات ترلاسه شي".

ښاغلي نواک په خاصه توگه د امریکا د یوه عالی رتبه مامور په هکله چې د بش د ادارې سره یې کار کاؤ ډیرانتقاد کوي.

هغه وايي، د ٢٠٠١ کال د ترورستي پېښو نه وروسته امریکا د تروریزم سره په جگړه کې یو مخکښ هیواد گرځیدلی دی نو په دې سبب یې د بین المللي او امریکا د قوانینو نه سرغړونه کړیده.

د ملگرو ملتو د بشري حقوقو خاص رپوټ ورکونکی، مانفرد نواک وايي:

"جبري تری تم کیدل او تعذیب د امریکا د داخلي قوانینو په خلاف دي. نو زمونږ د معلوماتو په اساس او همدارنگه دداخلي تحقیقاتو نه داسې څرگندیږي چې باید ددغو کارونو له فاعلینو او همدارنگه ددوی امرینو ته چې د پټو بندیانولو او د سختو پوښتنو گرویدنو حکمونه یې ورکړي دي، پوښتنې وشي".

د نواک لپاره، عدالت په بند کې د اچولو په معنی دی.

د ملگرو ملتو رپوټ وايي چې په پټه د خلکو نیول او د دوی سره بد سلوک کول یوه نړیواله پدیده ده. په لست کې د یو شمیر هیوادونو نومونه ذکر شوي دي نو ځکه یې عکس العملونه پارولي دي.

یو شمیر اسلامي هیوادونه او افریقايي ملکونه او همدارنگه روسیه وايي په رپوټ کې کافي ځیر نه دی شوی او لیکونکی یې په دې اړه د څه لیکلو واک نه لري.

په دغه رپوټ باندې بحثونه تر راتلونکي جونه پورې ځنډول شوي دي. د امریکا په متحده ایالاتو کې د بش د پخواني ادارې مامورین د ملگرو ملتو د بشري حقوقو په دفتر په غصه دي او تورونه یې نه مني.

جان بولتن په ٢٠٠٥ او ٢٠٠٦ کال کې په ملگرو ملتوکې د امریکا سفیر ؤ. هغه وايي:

"دا نظر چې بین المللي قوانین په دې سبب توقیف ځایونه غندي چې بشري حقوقو باندې یو تیری دی، دایوه خیالي دنیا ده، او دا د کیڼ اړخو خبره ده او باید د ملگرو ملتو د بشري حقوقو لخوا ونه منل شي او برعکس دغه اداره دې هڅې وکړي چې خپله ټوله توجه ایران، شمالي کوریا او برما ته معطوفه کړي".

جان بولتن وايي، د اوبو په واسطه شکنجه کول یا واتر بوردنگ او د تحقیق نورې متنازع وسیلې ممکن چې شکنجه وي یا نه وي، او دا دې پورې اړه لري چې په کومو مواردو کې استعمالیږي.

هغه وايي د بش ادارې دغه مسئله وڅیړله او د شکنجې نه یې ډډه کوله. جان بولتن وايي:

"خلک وايي، مونږ د امریکا مامورین دا بې وزله ترورستان چې مونږ سره دي شکنجه کوو. دوی داسې فکر کوي چې مونږ دوی ته راز راز زجر ورکوو، حتی ددوی نوکان باسو. یو یې هم درسته نه ده او نه په کې کوم حقیقت پروت دی".

بولتن وویل، کله چې دغه رپوټ خپور شي دا به هیڅکله په امریکا کې کومه اغیزه ونه کړي.

د بشري حقوقو ډلې وايي دا مهمه نه ده چې چاته د خلکو د پټو بندیانو پرسر جزا ورکول کیږي که نه مهمه داده چې د بندیانو د زورونې قضیه ټولو ته څرگندیږي او حکومتونو ته به دا کار گران پریوځي چې ناوړه کارونه وکړي.