په خوست کې د هیواد د کرکټ ملي لوبډله ونازول شوه.

په خوست كې خلکو دكریكټدهغو لوبغاړو تودهركلیوكړ چې په دوبۍ کې يي پدې برخه كې نړيواله بريا تر لاسه كړه .

دخوست په زرګونو خلكو ، دولتي چارواكو ، ديني علماوو ،قومي مشرانو، او مدني ټولنود کرکټ د ملي لوبډلې د دوو تنو اتلو لوبغاړو هرکلیوکړ او په چيغو اونارو يېله ډيرې لرې سيمې څخه د خوست ترښاره بدرګه کړل .

د هرکلي پدغو مراسمو کې د خوست خلكو په لسګونو خپل موټرونه په ګلونو پوښلي وو ،په لاسونو کې يې ملي بيراغونه او دکريکټد ملي لوبډلې د لوبغاړو عکسونه ليږدول.

خوست مېشتو د کریکټ ملي اتلان په سلګونه زره افغانيو نقدي مرستو،د ګلونو په ګيډيو ونازول.

د خوست سرپرست والي طاهرخان صبری په خپلو خبرو كېد کريکټ ملي لوبډله دهېواد لپاره يو وياړ وباله او ټولو هېوادوالو ته یې د دغی لويې اتلوالۍ چې پدې وروستيو کې يې په عربي متحده اماراتو کې د کريکټ په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې لاسته راوړه، مبارکي وويله .

نوموړي وويل چې موږ په هره برخه کې اتلان لرو، خو په هغه صورت کې چېافغان دولت او نړيوال ورته د پرمختګ لاره هواره کړي .

د علماوو شورا رئيس مولوي محمدايوب هاشميپدې مراسمو كې وويل چې زم ونږځوانانو په ډيرو كمو امكاناتوسرهدومره برياوې تر لاسه كړي چې نړيوال ييګوته په غاښ كړل .

ده زياته كړه كه افغانانو ته زمينه برابره شينو دومره استعدادونه لري چې په هربرخه كېقهرمانې ترلاسه کولی شي.

په مراسمو کې ګډونکوونکو شاعرانو خوست ته د راغلو اتلانو په مناسبت خپل ترتيب شوي شعرونه وړاندې کړل اوپه شعرونو كې ييددغو اتلانو ستاينه وكړه.

ديادونې وړ ده چېدافغانستان د کريکټ ملي لوبډلېڅو اوونۍ وړاندېپهمتحدهعربي اماراتو کې پهجوړو شويو نړيوالو شل اووريزو سياليو کې څو هېوادونو ته په پرلپسې ډول ماتې ورکړهاو نړيوالو شلاوريزو لوبو ته چې نږدې دوه مياشتې وروسته به په ويسټ اينډيزکې ترسره شي لاره پيداکړه.