(عکس: AP) د افغانستان پارلمان د جمهور ریْس کرزي له خوا د کابینی د وړاندي شوي دویم لست اکثریت غړي رد کړي دي چې په دې سره افغانستان یو ځل بیا په داسي حال کې پاته شو چې فعال او د موثرو اجراتو حکومت نه لري.
په عین حال کې جمهور ریْس کرزي د پارلمان په دې فېصلې باندې تاسف ښودلی دی. پارلمان دا ځل د ښاغلي کرزي د پېشنهاد شویو ۱۷ وزیرانو لس تنه رد کړي دي.
آمریکا او نورو هیوادونو پر جمهور ریْس کرزي باندی فشار اچولی چې د افغانستان په باب د لندن د کانفرانس نه مخکي چې د روانې میاشت په پای کې په لند ن کې جوړیږي، خپله کابینه جوړه کړي.
د نن ورځې په راګیرۍ کې پارلمان د خارجه او عدلیې د وزارتونو لپاره کاندید وزیران منظور کړل.
د جمهور ریْس کرزي د کابینې په دویم لست کې چې نن د شنبې په ورځ د افغانستان په پارلمان کې پرې رای ګیري وشوه ۱۷ کاندید وزیران شامل وو چې درې تنه یې ښځې وې. د ښحېنه وزیرانو څخه یواځي یوه یې د نن ورځې په رای ګیرۍ کې منظور شوې ده.
په لومړنۍ رای ګیري کې د پارلمان غړو د جمهور ریْس کرزي د خوا یواځنۍ پېشنهاد شوې ښحېنه کاندیده چې د ښځو د وزارت لپاره معرفي شوې وه، هم رد کړه.
د پارلمان ځېني غړي د کابینې پر لست باندې انتقاد کوي او وايي چې داسي خلګ په کښي شته چې څوک یې نه پېژني او د لږ تجربې خاوندان دي.