د وردکو یوه جومات کې طالب قومندان وژل شوی

په افغانستان کې ناټو چارواکي وايي چې د طالبانو یو ه قوماندان چې په درنو وسلو سمبال و یوه جومات ته یې پناه یوړه او وروسته یې ډزې پېل کړې خو په پای کې ووژل شو.

ناټو وايي چې نړیوالو او افغانو قواوو نن د دغه قوماندان په هکله معلومات ترلاسه کړل چې د وردګ ولایت د پیرداد د کلي په یوه کلا کې دی.

کله چې ناټو او افغانو قواووې دغه ځای ته ورورسېدې شوې نو هغه یوه نېږدې جومات ته پناه یوړه او تسلیم نشو، وروسته یې ډزې پیل کړې. چارواکي وايي چې د هغه سره لاسي بمونه او په سلګونو مرمۍ وې.

پر هغه باندې د دې تور و چې وسلې او بمونه یې رانیول او د بیلابیلو حملو پلانونه یې جوړول.

د بلي خوا د ناټو قواوو ویلي دي چې پرون د جمعې په ورځ د افغانستان په جنوب کې د سړک د غاړې بم په چاودنه کې یو آمریکايي عسکر وژل شوی دی.