گوانتانامو زندان کې د موسیقۍ پر استعمال اندیښنې

ځینو ډیرو نامتو او مشهورو سندرغاړو غوښتي دی چی دا معلومه کړی چی ددوی د سندرو او موسیقي نه خو به د گوانتانامو د بندیانو په شکنجه کولو کی کار نه وی اخیستل سوی.

په دوی کی د ( پرل جیم ) او ( ټرینټ ریزنر آف ناین انچ نېلز ) د ډلو هنرمندانو دا فعالیت شرع کړی دی چی د حکومت هغه سري اسناد برالا کړی چی په کی د موسیقۍ نه ناوړه استفاده شوې ده.

دا فعالیت د هغو کوششونو یوه برخه ده چی د گوانتانامو د زندان د تړلو د پاره د ملي مبارزې د یوه نوی تنظیم له خوا پیل شوي دي. دا تنظیم ادعا کوی چی په دې زندان کی د بندیانو نه د تحقیقاتو د کولو په وخت د لوړ موزیک نه کار اخیستل کیده.

( ټام مورلو ) چی یو گیتار ږغونکی هنرمند دی، وایی چی " دا خبره چی هغه موزیک چی ما اختراع کړی دی، د بشریت په ضد استعمالیږی، ما ډیر سخت زوروي. "