امریکايي ډاکترې د طب نړیواله جایزه وگټله

د طب د سږکال نړیواله جایزه امریکایي الیزابت بلک برن، کارل ګرایډر او جاک سوزتک وګټله.

کارولینسکا انسټیټوټ ویلي دي چې دغه جایزه د دوشنبې په ورځ په سویډن کې د نوبل جایزو د کمیټي له خوا دغو کسانو ته ورکړل شوې. هغوي ته د نوبل دا جایزې د سرطان او زړښت په اړه د څیړنو په خاطر ورکړل شویدي.

دغه انسټیټیوټ ویلي دي چې دغو دریو کسانو د بیالوژي یوه غټه ستونزه حل کړه.

د نوبل د جایزو کمیټه هر کال د طب د نوبل جایزه په دودیز ډول لومړی اعلانوي. تیرکال دغه جایزه هارلد زور هاوسن ، فرانکایس باري سینوسي او لوک مونتګنیر ګټلې وه.دغو کسانو د انسانانو پپیلوما په نامه داسی ویروس کشف کړ چې د ورمېږ سرطان ترې پیدا کیږي.