د افغانستان په اړه نن په سپینه ماڼۍ کې بحث کیږي

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما نن د چهارشنبی په ورځ په سپینه ماڼئ کی خپل لوړ رتبه سیاسی او عسکري مشاورین راجمع کوي چې د افغانستان د جنگ د راتلونکی په اړه خبرې اترې وکړي.

د ستراتیژئ په دې خبرو او بحثونو کی د امرېکا د پوځ د مرکزی قوماندانئ عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پیټرس، د امریکا د جمهور رئیس مرستیال جو بایډن، خارجه وزیره میرمن هیلری کلنټن او د افغانستان لپاره د جمهور رئیس بارک اوباما خاص استازی ریچرډ هولبروک برخه اخلي.

په افغانستان کې د ناتو او امریکایي پوځونو عمومي قوماندان جنرال میک کریسټل به د ویدويي ارتباط په وسیله د کابل نه ورسره په دې غونډه کی گډون کوي.

څو هفتی کیږي چې د اوباما حکومت په افغانستان کې د امریکا په نظامي او سیاسي ستراتیژئ باندې غور کوي او کوښښ کوي چې ددغه اته کلن جنگ لپاره د حل یوه لاره راپیدا کړي.

د سه شنبې په ورځ د ناتو عمومی منشی اندرز فاغ راسموسن د ښاغلي اوباما سره په دې اړه خبرې وکړې او وعده یې وکړه چې ناټو به په افغانستان کې د کامیابئ د حاصلولو لپاره خپل کوښښ جاري ساتي.