ترکیه کې خطرناک سیلاوونه ادامه لري

د ترکیی په شمال لویدیځه ساحه کی د شدیدو سیلابونو له کبله په زرهاو کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوی دی. وروستي زیانونه د شپې له خوا د کامبا گ په نوم ښار ته وراوښتي.

د ژغورنی عمله او د عاجلو چارو کارکونکي د پوځي موټرو او بولدوزرونو څخه کار اخلي تر څو خلک د کورونو څخه په خوندی توگه را وباسي.

دا په ترکیی کی د تیرو اتو لسیزو نه را وروسته تر ټولو شدید بارانونه گڼل شوی چی د دوشنبې د روځی نه را پدی خوا یی یو دیرش تنه وژلي دي او نهه تنه نور لا درکه کړيدي

.