د انتخاباتو کمیسیون د رایو د دوباره شمیرلو امر کړی

د افغانستان دانتخاباتو د شکایتونو کمیسیون وایی چی دوی د تیری میاشتی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی،د تقلب او ټگۍ واضح او قانع کوونکی شواهد پیدا کړي دي په دی توگه هغوی د رایو د بیا شمیرلو امر ورکړیدی.

دغه کمیسیون چی د ملگرو ملتونو په ملاتړ جوړ شویدی، دسه شنبی په ورځ ییامر یی کړیدی چی دهغو انتخاباتی حوزو رایی دی له سره وشمارل شی چی وا یی رایی ورکوونکي سل په سلو کی رایو اچولو ته راغلی وو او په دی جمله کی ٩٥ فیصده رایی د یوه کاندید لپاره وی.په افغانستان کی د ملگرو ملتونو د استاځی کای ایډه پر چارواکیو باندی غږ کړیدی چی هغه ټولی رایی په نظر کی ونه نیسی چی د بی قانونی شواهد پکی ښکاره شی.په دی لړکی تراوسه پوری ٢٠٠ زره رایی د تقلب له امله لیری غورځول شویدی.

دافغانستان دانتخاباتو مستقل کومیسیون وایی چی په ټول هیواد کی تقریبا د پنځه سوه انتخابی حوزو رایی د پراخه تقلب اود رغلی دادعاگانو له امله بی اعتباره گڼل شویدی. دا نتخاباتو دیوی برخی نتایج څرگندوی چی ښاغلی کرزی تراوسه پوری۴٨ اعشاریه٦ فیصده رایی اخیستی دی او دهغه مخالف کاندیدعبدالله عبدالله٣١ اعشاریه٧ فیصده رایی اخیستی دی. دا شمیر دافغانستان د انتخابی حوزو د پنځه اویا فیصده رایو د شمیرلو څرگندونه کوی.

رپوټ وایی چی یوکاندید دیته ضرورت لری چی په ټولو اچولو شویو رایو کیپه سلوکی لهپنځوسو نه زیاتیوگټی چی ددویم ځلی انتخاباتو مخه ونیول شوی.

ښاغلی کرزی د فرانسی د لی فیگارو له ورځپاڼی سره په مرکه کی ددوشنبی په ورځوویل چی د تیری میاشتی په انتخاباتوکی ښایی د تقلب اودرغلی څه پیښی شوی وی خو هغه وویل چی په یوه نوی تخلیق شوی دیموکراسی کی داشیان پیښیږی او هغه یی بی اهمیته وگڼل.

دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزي وایی دی په دی عقیده دی چی دامریکا متحده ایالات دده کورنۍ او سیاسی متحدین ددی لپاره غندي چی دده موقف ته تاوان ورسوی.

هغه وویلدی په دی عقیده دی چی دامریکا تازه انتقاد دده د انتخاباتی مرستیال محمد قسیم فهیم په باب په حقیقت کی ده ته متوجه و.هغه داهم وویل چی هغه اتهامات چی وایی دده ورور په اداری فساد اخته دی هغه بی بنیاده دی.