ځینو کاندیدانو د خپل بري ادعی کړې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له مطبوعاتو او عامو افغانانو نه غوښتي چې د کاندیدانو هغه ادعاوې په نظر کې وه نیسي چې د یوه بل په خلاف وايي، انتخابات دوی گټلي دي.

یوه امرکیايي اداره چې د انتخاباتو نظارت کوي، وايي چې دغه انتخابات مشروع ښکاري.

کرزي او د هغه د عمده سیال ډاکتر عبدالله د کمپاین مسئولینو ادعا کړې ده چې په انتخاباتو کې دوی بریالي دي. دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، دوی لا تر اوسه انتظار باسي چې د ټولو انتخاباتي حوزو د رایو بکسونه کابل ته راورسیږي.

ددې لپاره چې یو کاندید جمهوري ریاست ته بریالی شي باید تر ٥٠ فیصدو زیاتې رایې وگټي.

د انتخاباتو کمسیون او نړیوال څارونکي له کاندیدانو او عامو خلکو غواړي چې د انتخاباتو وروستیو رسمي نتایجو ته انتظار وباسي.

د اینټرنیشنل ریپبلیکن موسسه یا آی.آر.آی چې د امریکا حکومت یې مصارف ورکوي، د انتخاباتو د نظارت مشري کوي.

ددغې موسسې رئیس ریچارډ ویلیام سن چې یو وخت په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیر و، په دې اړه وايي:

"نن ما هم واورېدل چې دوو کاندیدانو ویلي دي چې دوی به بریالي وو. په همدې ډول خبرې د امریکا په انتخاباتو کې هم پیښیږي. مهمه خبره دا ده چې د سپتمبر په ٩مه ابتدايي نتیجې هغه څه وي چې د انتخاباتو واقعي نتیجه ده".

ویلیمسن وویل، تر اوسه داسې ښکاري چې دغه انتخابات مشروع وو.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مخکې ویلي وو چې ابتدايي نتایج به په ۴٨ ساعتونو کې اعلان شي خو اوس وايي چې دا کار ډیر وخت نیسي او نتایج به ممکن د سنبلې له ٢٦مې تر ٣٠مې اعلان شي.

په عین وخت کې کاندیدانو پر یوه بل باندې د جعل کارئ تورونه هم لگولي دي.

د انتخاباتو کمیسیون وايي، دوی ته د رسېدلو شکایتونو په اړه تحقیقات کوي.

د اینټرنیشنل ریپبلیکن موسسه یا آی.آر.آی هم وايي چې د رایې ورکولو د کارتونو د خرڅېدو د تورونو او ځینو نورو ممکنه جعل کاریو په اړه په کار ده چې تحقیقات وشي.

دغه موسسې له دې امله هم انتقاد کړی دی چې د کمپاین پر وخت له حکومتي امکاناتو او منابعو نه په ناوړه توگه استفاده شوې ده.

بله اندېښنه دا ښودل شوې چې د تیرو انتخاباتو په پرتله کمو خلکو رایه ورکړې ده. پنځه کاله مخکې ٧٠ فیصده د رایې ورکولو مستحقو افغانانو په انتخاباتو کې برخه لرله.

د اینټرنیشنل ریپبلیکن موسسې رئیس نن خبریالانو ته وویل چې ددې اصلي علت د طالبانو له خوا د ناامنیو تهدیدونه وو.

د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون یو مامور داود علي نجمي وویل، د ځینو چارواکو دا تخمین ردوي چې وايي ممکن ۴٠ یا ٥٠ فیصده خلکو رایه ورکړې وي.

"ممکن په ځینو ولایتونو کې چې امنیت یې چندان ښه نه دی کمو خلکو رایه ورکړې وي. خو ډیر داسې ولایتونه هم شته چې په انتخاباتو کې د خلکو گډون پکې ډیر زیات وو. تر اوسه مشکله ده چې دومره ژر دې له ولایتونو نه ارقام تر لاسه شي ځکه نو کله چې موږ له ولایاتو نه نتیجه تر لاسه کړو نو له هغه وروسته به دا اعلان هم وکړو چې څومره خلکو په انتخاباتو کې گډون کړی دی".

په انتخاباتو کې د لږو خلکو گډون او د جعل کاریو تورونه هغه څه دي چې ممکن د انتخاباتو د مشروعیت په اړه پوښتنې راپیدا کړي.