یوې خیریه مؤسسې د برتانیې پر حکومت دعوه کړې

د بندیانو دحقوقو یوې مدافع ډلې پرون ددوشنبی په ورځ وویل، دوی په قانونی اقدام لاس پوری کړیدی چې دبریتانی حکومت مجبور کړی چې دهغو دومشکوکو افراطیانو هویت معلوم کړی چې په افغانستان کې نیول شویدی.

بریتانوی قواو په ٢٠٠۴ کال کې په عراق کې دوه تنه نیولی و او وروسته ئې بیا په افغانستان کې د امریکا زندان ته ولیږدول.

ېوې خیریه مؤسسی چې د سزا د ځنډولو چاری پر مخ بیائې، وویل، دا غواړی چې ددغو دوو تورنو کسانو نه په محکمه کې دفاع وکړی چې ایا ددوی بندیکیدل قانونی دی یا نه .

بریتانیه وائې، امریکا ددغو دوکسانو هویت معلوم کړیدی چې وائې، دوی دپاکستان دترورستی ډلې لشکر طئبه غړی دی .

ددغې مؤسسې مدیر کلیوسټیفورډ سمت وویل، دغه دوه کسان په ډیرو شرائطو کې نیول شویدی.

دبریتانی ماموران وائې، امریکائې مقاماتو ورته ډاډ ورکړیدی چې دغه تورن کسان په بشری او محفوظ چاپیریال کې ساتل شویدی.