د نشيي موادو ضد نوې تگلاره او مختلف نظرونه

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، امریکا په افغانستان کې د مخدره موادو ضد ستراتیژي بدله کړې ده. د ټلیگراف ورځپاڼې لیکلي، برتانیه به په افغانستان کې د کوکنارو د فصلونو اړولو ته ادامه ورکړي. او د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې وزیر وايي، د مخدره موادو د مخنیوي لپاره د افغانستان د حکومت په تگلاره کې کوم نقص نشته.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي خپلو نورو غربي متحدینو ته دا خبره وکړه چې په افغانستان کې یې د مخدره موادو د مخنیوي په تگلاره کې بدلون راوستی او تر دې وروسته به د کوکنارو د فصلونو د له منځه وړلو پر ځای ټوله توجه دې ټکي ته وي چې د اپینو د تجارت مخنیوی وشي او بزگرانو ته د بدیل معیشت او د کوکنارو پر ځای د نورو فصلونو کرلو ته زمینه برابره شي.

ریچارډ هالبروک دوه ورځې مخکې په ایټالیه کې د اتو سترو صنعتي هیوادونو غونډې ته خبرې کولې، وویل چې په افغانستان کې د کوکنارو د له منځه وړلو پالیسي ناکامه وه. د کوکنارو د کښتونو اړولو طالبانو ته کوم زیان ندی رسولی خو ډیر بزگران یې بې روزگاره کړي او له دې امله یې طالبانو ته مخه کړې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د پخواني جمهور رئیس جورج بوش حکومت پر جمهور رئیس حامد کرزي باندې فشار اچولی و چې باید په ملک کې د کوکنارو فصلونه تباه کړي ځکه چې امریکا ویل، د طالبانو د له منځه وړلو لپاره اول مهمه ده چې د کوکنارو نه دوی ته رسېدونکې گټه بنده شي. خو له هغه را ورو ډیرو امریکايي ډیپلوماتانو هم دا خبره کړې وه چې د کوکنارو د فصلونو له منځه وړل مشکل کار دی او ډیر مصرف غواړي. ددغو ډیپلوماتانو پیشنهاد هم همدا وو چې باید بزگرانو ته بدیل معیشت برابر شي او د لویو قاچاقبرانو مخه ونیول شي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان او پاکستان لپاره خاص استازی ریچارډ هالبروک هم همدا خبره کوي. دی وايي، په مخکینی تگلاره باندې په سلهاوو میلیونه ډالره بې ځایه مصرف شوي دي. او د نوې تگلارې له مخې به، له افغان بزگرانو سره مرسته کیږي چې نور فصلونه وکري او د هغو قاچاقبرانو به په کلکه مخنیوی کیږي چې نشيي مواد بهر ته انتقالوي.

نیویارک ټایمز لیکي، د اتو سترو صنعتي هیوادونو استازو او د ملگرو ملتونو د نشيي موادو د مخنیوي د ادارې مشر د نوې تگلاري ملاتړ کړی دی.

د برتانیې د ټلیگراف ورځپاڼه لیکي، د برتانیې حکومت وايي، د کوکنارو د فصلونو اړول د کوکنارو د کرلو نه د بزگرانو د مخنيوي لپاره یوه چاره ده او دا کار لا تر اوسه په هلمند کې د دوی د کوکنارو د مخنيوي د ستراتیژئ د اوو رکونونو له جملې نه یو رکن دی.

ټلیگراف لیکي، برتانوي مقاماتو دا خبره یوه ورځ وروسته له هغه وکړه چې د سیمې لپاره د امریکا خاص استازي اعلان وکړ چې د کوکنارو د مخنيوي پالیسي یې بدله کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د نړۍ ملکونه لا تر اوسه په افغانستان کې د کوکنارو د کر او کاروبار د مخنيوي په طرز باندې د نظرونو اختلاف لري.

ټلیگراف ورځپاڼه وايي؛ د برتانیه او د ناټو ځینې نور ملکونه د امریکا د هغو تیرو پلانونو سره مخالفت لري چې غوښتل یې له هوا نه د زهري داروگانو د شیندلو له لارې د خلکو د کوکنارو فصلونه ور تباه کړي. ورځپاڼه لیکي، برتانیه دا وخت پر خپل هغه پروگرام باندې نږدې درې سوه میلیون پاونډه مصرفوي چې هدف یې د اپینو مخنیوی دی. دوی له بزگرانو سره مرسته کوي چې د نورو فصلونو کرلو ته یې تشویق کړي او د اپینو د لویو کاروباریانو د مخنيوي هڅه کوي.

د ټلیگراف ورځپاڼه لیکي، خو د برتانیې د حکومت مقاماتو دا خبر رد کړی چې په افغانستان کې د کوکنارو د مخنيوي په تگلاره کې د بدلون په اړه د برتانیې او امریکې تر منځ اختلاف پیښ شوی دی.

ورځپاڼه د برتانیې د نړیوال پرمختگ د وزارت د یوې ویاندې له خولې لیکي: "د فصلونو تباه کول مهم کار دی. اصلي هدف دا نه دی چې د دوی ټول فصلونه ور تباه کړل شي بلکه هدف دا دی چې بزگران ووېرول شي او د کوکنارو له کرلو ډډه وکړي". ویاندې وویل، دوی د هغو لویو بزگرانو فصلونه تباه کوي چې پر ډیرو زیاتو ځمکو یې کوکنار کرلي دي او له هغو بې وزلو بزگرانو سره کار نلري چې له مجبوریت نه یې په یوه ټوټه ځمکه کوکنار کړي دي.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان د مخدره موادو د مخنیوي د چارو وزیر ویلي دي چې دده د ملک د مخدره موادو د مخنیوي پالیسي هیڅ مشکل نلري.

ورځپاڼه لیکي، جنرال خدایداد دا خبره یوه ورځ وروسته له هغه وکړه چې د سیمې لپاره د امریکا خاص استازي اعلان وکړ چې د کوکنارو د مخنيوي پالیسي یې بدله کړې ده.

جنرال خدایداد وايي، افغانستان د مخدره موادو د مخنيوي لپاره په خپلې تگلارې کې مهم پرمختگ کړی دی. دغه تگلاره تر ډیرې اندازې په دې ټکي ولاړه ده چې د کوکنارو فصلونه له منځه یوړل شي او همدارنگه د عامه ذهنیت د بدلولو لپاره کار وشي او بزگران دې ته تشویق شي چې د کوکنارو پر ځای نور فصلونه وکري.

واشنگټن پوسټ لیکي، د هغې سروې له مخکې چې ملگرو ملتونو کړې ده، ښودل شوي چې، په هغو ٢٣ کلیو کې چې افغان مقاماتو یې په ٢٠٠٨م کال کې د کوکنارو فصلونه له منځه وړي وو، په روان کال کې له هغه جملې نه ١١کلیو بیا هم کوکنار کرلي دي.

ورځپاڼه لیکي، جنرال خدایداد وايي، د افغانستان حکومت اننظار باسي چې د امریکا د مخدره موادو د مخنيوي د نوې تگلارې جزیات وویني او چارواکي به له خپلو امریکايي همکارانو سره په گډه کار وکړي.