پاکستان مهاجرو ته ٦٠٠ میلیون ډالر غوښتي

د ملگرو ملتونو د کډوالو د موسسې لوی کمیشنر له نړیوالې ټولنې څخه د پاکستاني مهاجرو لپاره چې د اردو او طالبانو ترمنځ د جگړې په وجه بې ځایه شوي، د څه دپاسه شپږ سوه میلونو ډالرو غوښتنه کړې ده.

هغه وایي چې نړۍ باید د سخاوت له خاطره نه بلکه د خپلو علایقو په خاطر دغه مرستې وکړي.

د پاکستان د اردو ویاند جنرال اطهر عباس وایي د جنوبي وزیرستان په قبائیلي سیمه کې د دوی د عملیاتو هدف د پاکستاني طالبانو مشر بیت الله مسعود دی.

"حکومت یو اوصولي تصمیم نیولی چې د بیت الله مسعود او د هغه د شبکې پر ضد پوځي عملیات ترسره کړي."

د جنوبي وزیرستان نه راغلي رپوټونه وایي یو شمیر خلکو په سیمه کې د تا و تریخوالي په وجه همدا اوس خپل کورونه پریښي دي.

په عمومي توگه په پاکستان کې څه دپاسه دوه میلونه کسان د جگړو په وجه بیځایه شوي دي چې زیات شمیر یې د سوات په دره کې د اردو او طالبانو ترمنځ د روانې جگړې په مهاجر شوي.

د سه شنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د کډوالو د موسسې لوی کمیشنر انتونیو گوتریس په واشنگټن کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په وزیرستان کې نوي عملیات به ستونزې نورې هم پیچلې کړي.

"مونږ په وزیر ستان کې د راتلوونکو پیښو په اړه اندیښمن یو. او د وزیرستان د عملیاتو په نتیجه کې د نورو خلکو د بې ځایه کیدو په اړه تشویش لرو چې په هغې سیمه کې مرستې رسول نور هم گران مشکل دي."

گوتریس وایي په پاکستان کې د کډوالو ستونزه یو لوی مصیبت دی او د پاکستان حکومت پوره پوهیږي چې که بې ځایه شوو خلکو ته په وخت مرستې ونه رسیږي، خلک به له غوسې نه د حکومت پر ضد شي.

"له هر چا سره چې ما خبرې کړي دا یې په څرگنده ویلي چې دغو خلکو ته د سمو بشري مرستو د نه رسیدو په صورت کې کیدای شي دې هیواد ته داسې یو مصیبت پیښ شي چې تاثیر به یې ددې هیواد له پولو څخه به واوړي."

هغه وایي د پاکستان په وړاندې عمده چلنج دادی چې بې ځایه شوي خلک ورځ په ورځ زیاتیږي. هغه زیاته کړه کله چې د سوات درې خلک بیرته کورونو ته تگ پیل کړي پاکستان به زیاتو مرستو ته اړتیا ولري.

په دې ترڅ کې امریکا د چارشنبې په ورځ د صوبه سرحد په ایالت کې د انبار د ښوونځي په کمپ کې ماشومانو او د هغوی کورنیو ته چې د چارواکو په وینا شمیر یې دوه زره پنځو تنو ته رسیږي، د ښوونځي سامان او نورې مرستې ولیږدولې. په پاکستان کې د امریکا سفیرې ان پترسن وویل:

"د پاکستان د بې ځایه شوو خلکو سره مرستې باید دوام وکړي او د امریکا متحده ایالات ددغو مرستو رسولو ته متعهد دي. مونږ د ملگرو ملتونو غذایي پروگرام ته شپږویشت عشاریه شپږ میلونه ډالر د داخلي بې ځایه شوو لپاره د خواړو د اخیستلو او ویشلو لپاره ورکړي دي."

نوموړې زیاته کړه چې مونږ د پاکستان د خلکو د سترو سرښیندنو درناوی کوو چې په دغه شان سیمو کې اوسیږي، او مونږ دعا کوو چې دوی ژر تر ژره وکړای شي بیرته خپلو کورونو ته لاړ شي او په امنیت او سوکالۍ کې ژوند وکړي.