لویدیځ مطبوعات: د طالبانو خبرداری جدي دی

د لویدیځ ډیرو مطبوعاتو د طالبانو د هغه خبرداري په باب تبصرې خپرې کړي دي چې وايي، په افغانستان کې به خپلې حملې پراخې کړي.

د کرسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه لیکي چې طالبانو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به د حکومت او خارجي عسکرو په خلاف په دې دوبي کې خپل عملیات سخت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او متحد ملکونه یې غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو د پراخېدونکي تهدید د مخنیوي لپاره د خپلو قواوو اندازه زیاته کړي.

ورځپاڼه لیکي، طالبانو په خپل ویب سایټ الاماره کې ویلي چې دوی به نوې حملې او کمینونه سر له پنجشنبې پیل کړي.

په رپوټ کې د طالبانو پر ویب سایټ باندې د خپور شوي بیان ‏ذکر شوی چې پکې ویل شوي: اوس چې امریکا او ناټو پریکړه کړې چې افغانستان ته نور عسکر واستوي، ځکه نو افغانانو هم په ځواب کې ددې مسئولیت احساس کړی دی چې د خپل ملک د دفاع او آزادولو د مبارزې په لاره کې په عاجلو ځوابي عملیاتو لاس پورې کړي. د طالبانو په بیان کې راغلي: د دوی د عملیاتو هدف به د اشغالگرو قواوو عسکر، دیپلوماتیک مرکزونه، عسکري متحرکې گزمې او د گوډاگي حکومت عالي رتبه چارواکي وي.

د برتانیې د گارډین ورځپاڼه لیکي، تندلاري ددې توان لري چې د خپلو ژمنو سره سم اقدامات وکړي.

په رپوټ کې د لویدیځ د یوه امنیتي صاحب منصب له خولې ویل شوي چې په کار ده، د طالبانو دغه خبرداري ته په جدي سترگه وکتل شي. دی وايي طالبانو چې مخکې هم دغه ډول جدي بیانونه ورکړي نو بیا یې عمل هم پرې کړی دی. د مثال په ډول دوی مخکې خبرداری ورکړی و چې پر سرکونو به حملې وکړي او کابل به محاصره کړي.

گارډین ددغه غربي مقام له خولې لیکي: "طالبانو وویل چې دا کال به د افغانستان په شمال کې عملیات پیلوي. او اوس ولیدل شول چې دقیقاً همغسې وشول". دی وايي: "په دې کې هیڅ د شک ځای نشته. که دوی وغواړي د تشدد پیښې زیاتې کړي، کولای یې شي. که دوی په پاکستان کې یو ځل بیا ځانونه متحد او منظم کړي".

کریسچن ساینس مانیټر لیکي، په ټول ملک کې جگړه سخته شوې ده. امریکا ادعا کوي چې د چهارشنبې په ورځ یې د تشدد په بیلا بیلو پیښو کې ۴٢ افراطیان وژلي دي. په عین وخت کې، د ملک په شمال کې په دوو جلا حملو کې د جرمني نهه عسکر زخمي شول او یو ووژل شو.

کریسچن ساینس مانیټر لیکي، د لویدیځ ملکونه په دې تمه افغانستان ته نور عسکر ورلیږي چې د تشدد نه ډک دغه جریان مخه ونیول شي. ددې علاوه چې ٢٠ زره امریکايي عسکر افغانستان ته د تللو لپاره تیار ناست دي، برتانیې او استرالیا هم ژمنه کړې ده چې دغه ملک ته اضافي عسکر ورلیږي.

ورځپاڼه وايي، د برتانیې صدراعظم دا خبره وکړه چې د افغانستان د آینده انتخاباتو د امنیت د نیولو لپاره به ٧٠٠ عسکر لیږي.

له دې سره به په افغانستان کې د برتانوي عسکرو ټول شمیر ٩ زرو ته ورسیږي چې اکثره یې په هلمند کې دېره دي چیرې چې د طالبانو واک تر بل هر ځای ډیر قوي دی.

گورډن براون وايي: "زموږ ستراتیژي دا ده چې دا خبره یقیني کړو چې افغانستان کافي قوت لري او پر طالبانو باندې غالب کېدای شي".

د کرسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه لیکي استرالیا هم افغانستان ته د ۴٥٠ تنه نورو عسکرو د لیږو ژمنه کړې ده. ورځپاڼه وايي، له دې سره به په افغانستان کې د ټولو بهرنیو قواوو شمیر ٩٠ زرو ته ورسیږي.

له بلې خوا د سي.این.این تلویزیون وايي، جمهور رئیس اوباما د ملک له پارلمان نه غوښتي چې د عراق او افغانستان د جگړو لپاره ٨٣ میلیارد ډالره بودیجه منظور کړي.

په رپوټ کې د پارلمان د دوو دیموکرات غړو له خولې ویل شوي چې له دغه پیسو نه به د ٢٠٠٩م کال د عملیاتو مصارف ورکول کیږي. د پارلمان د منابعو له خولې ویل شوي چې له دې سره به په افغانستان او عراق کې د امریکا د لگښت اندازه ٨٦۴ میلیارد ډالرو ته ورسیږي چې ددغو پیسو له څلورو نه درې برخې په عراق کې لگېدلي دي.