’دې دوبي کې په افغانستان کې د پرمختگونو امکان شته‘

د اوباما د حکومت سلو ورځو له پوره کیدو سره، په دغه وخت کې پر افغانستان او د سیمې پر نورو هیوادونو باندې څه اغیزې شوې دي.

په واشنگټن کې د جنوبي آسیا د چارو ماهره لیزا کرټیس وايي، په افغانستان کې عاجل پرمختگ نه دی لیدل شوی، خو تمه شته چې ددې دوبي په جریان کې به ځینې پرمختگونه ولیدل شي.

جمهور رئیس اوباما د خپل حکومت په لومړیو سلو ورځو کې د افغانستان او پاکستان لپاره یوې ستراتیژي اعلان کړه. په دغې ستراتیژئ کې د امریکا د تیر حکومت په نسبت ډیر بدلونونه ولیدل شو.

د افغانستان په اړه پریکړه وشوه چې هغه ملک ته به ١٧ زره نور عسکر او په زرگونو پوځي روزونکي لیږل کیږي. د نورې ستراتیژئ د یوې برخې په توگه د افغانستان حکومت باید د چارو حساب کتاب ورکړي.

له کارپوهې لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې په افغانستان کې یې په دغه موده کې عملاً څه بدلونونه لیدلي دي؟

هغې وویل: "زه فکر کوم اوباما د سیمې په باب سمه لاره انتخاب کړې ده او دغه ستراتیژي پر سمې خوا روان نه خو بیا هم ټول د ستراتیژئ پر ځای په پاکستان کې وروستیو پیښو ته اوښتی دی.

کله چې اوباما واک ته ورسید، هغه وخت توجه پاکستان ته وه خوا دا اندېښنه موجوده وه چې په پاکستان کې مشکل شته په خاص ډول طالبان چې د هغه ملک ثبات ته یې خطر متوجه کړی دی".

دا وايي، په افغانستان کې عاجل پرمختگونه نه دي لیدل شوي، خو تمه شته چې ددې دوبي په جریان کې به ځینې پرمختگونه به ولیدل شي.

١٧ زره اضافي عسکر او ۴ زره پوځي او د پولیسو روزونکي دغه ملک ته ور روان دي.

میرمن کرټیس وايي، تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د افغانستان په باب د اوباما سلاکاران پر دې خبرې ټینگار کوي چې د افغانستان په باب باید یوه هر اړخیزه ستراتیژي تعقیب شي او له دغه ملک سره باید اوږد مهالې ژمنې وشي.

خو دا وايي، اوس ټوله توجه په پاکستان کې روانو ناامنیو ته ده او دې خبرې ته ارزښت ورکول کیږي چې په ملکي او نظامي برخو کې له پاکستان سره مرستې زیاتې شې چې د طالبانو د پراخېدونکي قدرت مخې ونیسي.

څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د پارلمان په یوې استماعیه غونډه کې خبرې کولې. کله چې د افغانستان مسئله او له دغه ملک نه د روسانو له وتلو وروسته د کورنۍ جگړې خبره رایاده شوه چې هیلري کلنټن وویل: "په دې باب د نظرونو اختلاف موجود دی. د شوروي اتحاد په خلاف زموږ اقدامات پر ځای و. خو باید په دې حقیقت هم سترگې پټې نه کړو، څه چې مو کرلي هغه به ریبو".

له لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې په دې باب د امریکا کوم خارجه وزیر یا وزیرې په دې صراحت خبرې نه دي کړي. آیا دا د امریکا په پالیسیو کې لوی بدلون ښيي؟

کرټیس وویل: "زه فکر کوم چې دا خبره به ما په دې توگه وای کړې. زه وایم، بلې، امریکا اشتباه کړې ده چې سیمې ته یې شا ور واړوله. خو زه په دې عقیده نه یم چې امریکا په اتیایمه لسیزه کې په خپلې پالیسئ کې غلط و.

خو که دا بیانیه زما وای. ما به ویلي وای چې امریکا دا اشتباه وکړه چې د شورویانو له وتلو وروسته یې سیمې ته یې شا کړه.

خو موږ باید پر دې واقعیت هم سترگې پټې نه کړو چې امریکا په ١٩٩٠مه لسیزه کې د طالبانو ملاتړ نه دی کړی بلکه پر پاکستان یې فشار اچولی و چې له طالبانو سره خپلې اړیکې پرې کړي. له طالبانو نه یې هم غوښتل چې خپل دریځ نرم کړي او له اسامه بن لادن نه لاس واخلي.

دا وايي، ځنیې نظریې موجودي دي چې امریکا د طالبانو ملاتړ کوو خو حقیقت نلري. امریکا یوه مخشوشوونکې پالیسي لرله.

میرمن کرټیس وايي، ځینې خلک خو لا دا پوښتنه هم کوي چې آیا امریکا افغانستان ته د عسکرو له لیږلو مخکې له طالبانو سره له ډیپلوماتیکې لارې د خبرو ټول کوښښ وکړ؟ موږ ویلای شو، بلې، امریکا خپله ټوله هڅه وکړه. خو یوازنی دا باید ومنو چې امریکا دا اشتباه وکړه چې د روسانو له وتلو وروسته یې سیمې ته شا کړه او د افغانانو ملاتړ یې ونکړ.

خو دا دی په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخاباتو را روان دي. له لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې روانو حالاتو ته په پام سره آیا فکر کوي چې په افغانستان کې به بریالي انتخابات تر سره شي.

هغې وویل: "زه فکر کوم دغه انتخابات ډیر مهم دي. د همدې لپاره جمهور رئیس اوباما د نورو قواوو د استولو پریکړه کړې چې په جنوب او ختیځو ولایتونو خلکو ته ددې زمینه برابره شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي. زه فکر کوم د افراطیت پر ضد انتخابات ښه وسله ده.

دا یوه شفافه سیاسي پروسه ده چې سیاسی سیستم ته مشروعیت ور کوي او ښيي چې خلک د طالبانو پر ځای یو ځای ناستی نظام غواړي.

او د امریکا لپاره مهمه ده چې په افغانستان کې د شفافو او بې پرې انتخاباتو تر خپله وسه ملاتړ وکړي. او د امریکا لپاره ددې کار هیڅ ضرورت نشته چې د کوم مشخص کس ملاتړ وکړي.

پاکستان:

د پاکستان پایتخت ته نږدې د طالبانو د واک پرخېدو او د پاکستاني طالبانو دې خبرداري چې غواړي خپل نظام ټول پاکستان ته وغځوي، د نړۍ پام ځان ته را واړوه.

د لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې اصلي مشکل په کوم ځای کې دی؟

کرټیس وايي:: "په پاکستان کې اصلي مشکل دا دی چې د پاکستان خپل او چارواکي له هغه څه انکار کوي او سترگې پرې پټوي چې روزمره په دغه ملک کې پیښیږي. خو د تیرو لسو ورځو پیښو د پاکستان مقاماتو ته یو ټکار ورکړی چې رابیدار شي.

له هغه لږ وروسته چې د پاکستان پارلمان په سوات کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ، طالبان له دې کار نه په استفادې سره نورو شاووخوا ولسوالیو ته هم ننوتل.

لیزا کرټیس وايي، دې کار د پاکستان پوځ هم مجبور کړ چې اقدام وکړي. ځکه نو موږ په دیر کې د جگړې شاهدان وو او د طالبانو په باره کې ویل کیږي چې له بونیر نه وتلي دي.

میرمن کرټیس وايي، دا معلومه ده چې د پاکستان پوځ کولای شي ددغه مشکل مخه ونیسي خو مهمه خبره دا ده چې دوی باید وغواړي چې مخه یې نیسي.

خو د ډیرو دلایلو که کبله پاکستان نه غواړي چې له طالبانو سره په جگړه اخته شي. یو علت یې فکر کوم دا دی چې د پوځ ٢٥ فیصده عسکر پښتانه دي او دوی نه غواړي چې له خپلو خلکو سره په جگړه کښیوځي.

خو کرټیس وايي، پاکستان باید دا کار وکړي او خپلو خلکو ته قناعت ورکړي او دا ورته ووايي چې طالبان پر دوی باندې داسې یو نظام عملي کول غواړي چې د پاکستان د خلکو د کلتور او مذهبي رسم نه بیخي بیگانه دی.

د جنوبي آسیا د چارو دغه ماهره وايي، د افغانستان او پاکستان په چارو کې ډیر مشابهتونه لیدل کیږي، خو دا په دې عقیده ده چې د امریکا د حکومت تگلارې به ورته جلا وي. دا وايي، امریکا په افغانستان کې په زرهاوو عسکر لري خو پاکستان وايي، موږ په خپله خاوره کې خارجي عسکر نه پرېږدو. نو امریکا ته په کار ده چې د پاکستان عسکر تقویه کړي او د هغوی د عملیاتو ملاتړ وکړي.

کرټیس وايي، تر ټولو مهمه خبره دا ده چې امریکا د اوږدې مودې لپاره له دغې سیمې سره همکارئ ته متعهده ده.

ایران:

کله چې د اوباما د حکومت په پالیسیو کې د ایران خبره کیږي، ډیر ماهرین په دې عقیده دي چې د ایران په باب واشنگټن خپله دریځ د پخواني حکومت په نسبت په بشپړ ډول بدل کړی دی.

څه موده مخکې جمهور رئیس اوباما د نوروز د ورځې په مناسبت په مشخص ډول د ایران خلکو ته د مبارکئ پیغام واستاوه. دغه پیغام دوستانه لهجه لرله.

خو اوس، د امریکا د پارلمان یو شمیر غړو پیشنهاد کړی دی چې پر ایران دې بندیزونه ولگول شي. د پارلمان دا غړي استدلال کوي چې پر ایران د بندیزونو لگېدل به جمهور رئیس اوباما ته له ایران سره په مذاکراتو کې یوه وسیله په لاس ورکړي.

له کارپوهې لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې ددې په نظر آیا دا کار به ایران مذاکراتو ته اړ باسي او که نور به هم د هغه ملک خصومت ور زیات کړي؟

دا وايي: "فکر کوم دا کار جمهور رئیس اوباما ته په مذاکراتو کې یوه وسیله کیدای شي. خو اوباما غوښتي دي چې له ایران سره مسئله حل کړي. د خبرو زمینه برابره کړي. خو په عین وخت کې که یو مثبت ځواب نه وي، او د حل بله لار نه وي نو حکومت به دې ته اړ شي چې بندیزونه پرې ولگوي".

لیزا کرټیس وايي، د پخواني جمهور رئیس بوش په نسبت اوباما د ایران په اړه مختلف چلند غوره کړی دی، خو دا وايي، تر اوسه د ایران په چلند کې توپیر نه دی لیدل شوی. او اوس به ولیدل شي چې ددغو بندیزونو د لگېدلو په خلاف ایران څه ډول عکس العمل ښکاره کوي.