افغان چارواکي وايي، څو تنه ځانمرگو د کندهار د ولایت پر مقام باندې حمله کړې ده او پنځه پولیس یې وژلي دي.
د کندهار د ولایتي شورا رئیس احمد ولي کرزي وویل، درې ځانمرگو په دغه حمله کې برخه لرله.
رپوټونه وايي، لږ تر لږه یوه ځانمرگه په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد د ولایت د مقام دباندې وچول، او د دوو نورو حمله کوونکو په باب ویل کیږي چې کیدای شي د ودانۍ په داخل کې وي.
ددې میاشت په پیل کې، څلورو ځانمرگو د کندهار د شورا پر دفتر باندې حمله وکړه او ١٣ تنه یې ووژل. طالبانو د هغې حملې مسئولیت واخیست.