د پاکستان ستری محکمی نن په ضمانت باندی د ېوه اسلامی عالم د خوشی کولو امر صادر کړ چه دوه کاله مخکی د اسلام اباد په لال جومات باندی د حکومتی قواو د ېرغل په دوران کی نېول شوی ؤ.
د مولانا عبدالعزېز ېوه مدافع وکېل ووېل په داسی حالکی چه محکمه به د هغه په دوسېه باندی خپل غور ته دوام ورکوی، نوموړی ېې په ضمانت خوشی کړ.
مولانا عبدالعزېز دلعل جومات خطېب ؤ او په کال دوه زره اوه مېلادی کی پری د پوره اتو ورځو محاصری نه وروسته د پاکستان امنېتی قواو ېرغل ورکړ چی د سلو نه زېات خلک ېې ووژل.
حکومتی قواو د حمله وروسته ددی نه وکړه چه د لال جومات دننه شاگردانو په پاکستان کی د اسلامی قوانېنو د تطبېقولو په خاطرسخته مبارزهشروع کړه.
مولوی غزېز په داسی حال کی دحملی په جرېان کی ونېول شول چه چادری ېې په سر کړی وه او د جومات نه پټ وته.
په لعل جومات باندی د پاکستانی قواو د حملی نه وروسته اسلامی تندروانو د افغانستان سره نژدی په قباېلی سېمو کی ېو لړ انتقامی حملی وکړی.