امرېکا اقتصادی لا تر اوسه پورې د اقتصادی رکود له لاسه زېانمن شوېدی

نوي اقتصادی رپوټونه دا څرگندوی ې د امرېکا اقتصادی لا تر اوسه پورې د اقتصادی رکود له لاسه زېانمن شوېدی.

د سه شنبی د ورځې رپوټ چې د تجارت څانگی خپور کړېدی، څرگندوی چې د پرچون خرڅلاو اندازه، د مارچ په مېاشت کې په ناڅاپې ډول په سلو کې ېو اعشارېه ېو راکمه شوېده.

اقتصاد پوهان ځکه د پرچون خرېدو فروخت اندازه ځانته معلوموی چې د مستهلکېنو غوښتنی دامرېکا داقتصاد په پرمختگ او فعالېتونو باندی ژوره اغېزه لری.

دامرېکا جمهور رئېس براک اوباما به نن د سه شنبی په ورځ د اقتصاد په برخه کې ېوه مهمه وېنا وکړی او دا به څرگنده کړی چې دده اداره به څنگه د اقتصادی رکود مخه ونېسی او اقتصاد به بېرته د پرمختگ په لوری روان کړی.

سپېنه مآڼی واېې چې جمهور رئېس براک اوباما به خپل ملت ته نوی معلومات وړاندی کړی او هغه کوششونه به ورته بېان کړی چې درنځور اقتصاد د روغتېا لپاره کېږی.

په دې به هم بحث وکړ چی پکارده کوم کارونه وشی چې اقتصاد بېرته په حرکت راوستل شی.

رپوټ واېې کله براک اوباما د سږکال د جنوری په مېاشت کې جمهوری رېاست ته ورسېده نو هغه ته په امرېکا کې د ستر اقتصادی رکود له دوران نه راوروسته وخت کې ترټولوناړوه اقتصادی رکود په مېراث پاتی شو.