رېچر هالبروک او ماېک مولېن هند ته ورسېدل

د امرېکا دوه لوړ ربته پوځی او ملکی ماموران هند ته په سفر رسېدلی او د سفر هدف ېې دا دی چه دهند حکومتی مقاماتو سره دهغو امنېتی گواښونو ددفع کولو په خاطر خبری وکړی چه سر چېنه ېې په افغانستان او پاکستان کې ده.

د افغانستان او پاکستان لپاره دامرېکا خاص استازی رچرد هولبروک دهند دخارجه وزارت دمعېن شېو شنکر مېنن سره نن ملاقات کوی.

د امرېکا د پوځ دلویو درستېزانو د کمېسون رېس د سمندری قواو ستر جنرال ماېک مولن هم ورسره ملگری ؤ. هولبروک واېې دامرېکا حکومت په نظر کی نه لری چه دهند او پاکستان په منځ کی ددوه اړخېزو جنجالونو د حلکولو په منظور منځگړېتوب وکړی.

هولبروک او ماېک مولن په اسلام اباد کی دپاکستانی مقاماتو سره دخبرو نه وروسته نن نوي ډهلی ته ورسېدل.

هولبروک خبرېالانو ته ووېل چه پاکستان او امرېکا باېد په شرېکه دهغه په قول د شرېک ستراتېژېکی خطر دختمولو لپاره کار وکړی چه دالقاعدی او طالبانو له خوا ورته متوجه دی.

د پاکستان دخارجه چارو وزېر شاه محمود قرېشی دېوه شرېک مطبوعاتی کانفرانس په دوران کی ووېل امرېکا او پاکستان دواړه په شرېکه هغه وخت په خپل منځ کی همکاری کولی شی چه ېو دبل په مقابل کی احترام موجود وی.

خو ښاغلي قرېشی اعتراف وکړ چه ددواړو خواو ترمنځ اختلاف موجود دی.هغه ېو اور بېا په قباېلی سېمو باندی دبی پېلوټه امرېکاېې الوتکو دحملو سره د پاکستان د حکومت په مخالفت باندی تاکېد وکړ.