د قرغزستان حکومت په دغه هېواد کی د امرېکا د ېوې نظامې اډې دبندولو لپاره پارلمان ته ېوه مسوده د منظورئ لپاره وړاندی کړی ده. دا نظامی اډه د پاېتخت بېشکېک نه بېرون پرته ده.
ددی نه مخکی نن په قرغزستان کی د امرېکا سفارت ووېل چه تر اوسه پوری ورته د قرغزستان حکومت د امرېکاېې اډې د ټړلو په باب کوم رسمی مکتوب نه دی لېږلی.
ددغی نظامې اډې نه امرېکا په افغانستان کی د خپلو نظامی عملېاتو لپاره استفاده کوی.
د سه شنبی په ورځ د قرغزستان جمهور رېس قرمان بېک باقېوف اعلان وکړو چهد خپل هېواد نه ېې د امرېکاېې قواو دوېستلو فېصله کړی ده، ځکه چه ډواړو خواو ونه شو کولی ددی اډې داستعمال په عوض کی قرغزستان ته د معاوضې د ورکولو په باب کومې موافقې ته ورسېږی.
په افغانستان کی د امرېکا د پوځ ېوه وېاند ډگروال گرېگ جولېان هم نن ووېل چه د امرېکاېې قواو له خوا د قرغزستان د نظامی اډې نه د استفادې په هکله تر اوسه پوری کوم بدلون نه دی راغلی.
هغه ووېل چه د قرغزستان حکومت دا اعلان د ډگروال جولېان په قول فقط د سېاسی گټو د حاصلولو په خاطر کړی دی.
وړم کال هم د قرغزستان حکومت گواښ کړی ؤ که چېری د امرېکا، حکومت ورته پوره معاوضه ورنه کړی نو ددغې نظامې اډې اجاره به پای ته ورسوی، خو بېا دری مېاشتی وروسته ېې ورسره بل قرارداد لاس لېک کړ.
فعلا د قرغزستان جمهور رېس په مسکو کی دی او دسېمه اېز امنېت لپاره د روسېې او مرکزی هېوادونو د ډله اېز امنېتی سازمان په غونډه کی گډون کوی ارمنستان، ازبکستان، بېلاروس، او تاجکستان هم په دغه سازمان کی غړېتوب لری.