د افغانستان جمهور رئیس په یوه خپره شوی اعلامیه کې د امریکا د څلور څلویښتم جمهور رئیس د کار په پیلیدو جمهور رئیس براک اوباما او د امریکا اولس ته مبارکي ویلی.
اعلامیه وایې چې په امریکا کې د نوي حکومت په راتلو د افغانستان خلک هیله لري چې د افغانستان سره د امریکا مرستی او همکاري نوره هم زیاته شي.
بل پلو، په افغانستان او عراق کې د امریکایي ځواکونو قوماندان په کابل کې د جمهور رئیس حامد کرزي سره ولیدل.
امریکایي چارواکي وایې حامد کرزي او جنرال دیوید
پیتریس دواړو په سیمه کې د ترهگرۍ خلاف جگړې په اړه خبرې وکړې.
تردی لیدنې
لږ مخکې جمهور رئیس کرزي خپل پارلمان ته وویل چې نور د ناټو او امریکایي
ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي خلکو د وژنې زغم نه لري.