اوباما: مونږ عراق ته د تلو غلطه فیصله وکړه

د جمهوري ریاست لپاره په کمپاین کې منتخب جمهور رئیس براک اوباما د افغانستان په هکله ډېر څه وویل. هغه ژمنه کړې وه چې هلته به نور عسکر ولیږي، امنیت په ښه کړي، او د اوساما بن لادن لټون به گړندی کړي.

اوباما: “ددې یوه وجه چې مونږ په افغانستان کې له ستونزو سره مخامخ یو، دا ده چې مونږ عراق ته د تلو غلطه فیصله وکړه. مونږ د اوساما بن لادن د موندلو کار نه و پای ته رسولی او القاعده مو له منځه نه وه وړې”

او په داسې وخت کې چې هغه څو ورځې وروسته د جمهور رئیس په حیث کار پیلوي، اشنا ټلویزیون له څو کارپوهانو څخه د اوباما د لومړیتوبونو په هکله وپوښتل:

جېمز ډوبن: “زما په فکر د نوي حکومت ترټولو لویه هڅه به داې وي چې د افغانستان خلکو ته یووار بیا دا باور ورکړي چې امریکا د دوی له حکومت او نوې ډموکراسۍ سره ولاړه ده.”
تر ټولو لویه ستونزه په څرگنده امنیتي وضع سمول دي چې ډېره خرابه شوې. په داسې ځای کې چې جگړه روانه وي، او هلته امنتي وضع خرابه شي نو خلک نور په چا باور نه کوي، او سړی د خلکو وفاداري له لاسه ورکړي”

له یاغیتوب سره د مبارزې یو تن کارپوه جان نوگل مني چې امنیتي وضع ورځ په ورځ خرابیږي، خو هغه وايي اوباما او پنیټاگون په دې سره سلا دي چې پلان بدل کړي.

جان نوگل : جمهور رئیس په توگه د اوباما انتخابېدل څوک چې په دې پوه دی چې افغانستان د وسایلو له کموالي سره مخامخ دی او دا چې د افغانستان جگړه باید وگټل شي، او د حکومت د جگپوړو چارواکو لخوا نوی هوډ ماته لویه هیله راکوي”


نوگل یو له هغو مخکښو څخه و چې په عراق کې یې د امنتي وضعې د بدله ولو پالن ترتیب کړ. د یاغیانو خلاف د مبارزې د پلان مهم اړخ ځایي خلک خوندي ساتل و او له هغو سره په گډه کار کول و.

دی وايي ډیویډ مکرنین د یاغیتوب سره د بریالۍ مبارزې په بنیادي اصولو پوهیږي. او د افغانستان په ستراتیژي کې یې له مخه لا بدلونو پیل کړي.

جان نوگل: "زما په فکر هغه څه چې مکرنین کول غواړي هغه د وضعې د سمولو لپاره زیات عکسر افغانستان ته لیږل دي. په لومړیو کې به امریکايي او نړیوال پوځ ددې کار مسولیت په غاړه ولري، او وروسته یې بیا افغان پوځ ته په لاس ورکړي.

د لنډې مودې حل به دا وي چې نړیوال ځواکونه به د خلکو د خوندي ساتنې مسولیت په غاړه ولري، او د اوږدې مودې لپاره باید د افغانستان ملي پوځ د خلکو د خوندي ساتلو دنده په لاس کې ولري"

په افغانستان کې امنیتي وضع د بوش د حکومت لپاره یوه ستره ستونزه جوړه شوې. په ٢٠٠٦م کال کې د ملکي کسانو وژل کېدل درې چنده زیات شو. د پاکستان په قبایلي سیمو کې طالبانو او القایده یووار بیا سنگرونه ټینگ کړل او دوی د افغانستان د حکومت د بې ثباته کولو په هلو ځلو کې بریالي ښکاري. نوگل وايي د وضعې بدلیدل به یو کال واخلي:

نوگل: " چې رښتیا درته ووایم په افغانستان کې د طالبانو دا خیال دی چې لوبه ددوی په لاس کې ده. دوی باور لري چې ورځ په روځ په مخ ځي، او ډېر داسې شواهد شته چې دا رښتیا ثابت کړي. جنایت ورځ په ورځ ډېریږي، هوايي بمبارونه ترپخوا زیات، او زوره ور دي او زیات مرگ ژوبله اړه وي.

زما هیله داده چې ٢٠٠٩ کال به افغانانو ته دا ورثابته کړي چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره ولاړه ده. دا چې د افغانستان اقتصاد د اوباما د حکومت په زور نه دی ولاړ. او دا چې دا یوه داسې جگړه ده چې نړیواله ټوله یې گټي"

د اوباما له حکومت دا هیله هم کیږي چې په پاکستان فشار زیات کړي چې په قبایلي سیمو کې گزمې زیاتې کړي او افغانستان ته د یاغیانو د ورتلو مخه ونیسي.

جېمز ډوبن: "د افغانستان یاغیان په پاکستان کې روځل کیږي، منظم کیږي او رهبري کيږي. په افغانستان کې بریا په دې پورې تړلې ده چې د پاکستان حکومت په خپلو سیمو ښه کنټرول ولري"

له پاکستان سره د خبرو سره سره له اوباما دا هم هیله کیږي چې د جورج بوش تگلاره بدله کړي او د امنیت په هکله له ایران سره خبرې وکړي.

کېرن وون هیپل: "په بون کې ایران د افغانستان په هکله ډېر مثبت رول ولوباو. دوی په پرمختیايي کارونو کې مرسته کړې. نو کیدای شي د ایران او امریکا د اړېکو سمولو لپاره دغه یوه لاره وي، په ځای ددې چې مخامخ خبرې وشي، راځۍ چې د افغانستان له لارې اړېکې سمې کړو. دا کېدای شي د دواړو هیوادونو ترمنځ د باوري فضا رامنځته کولو ښه لاره وي"

د مخدره مواده تجارت او اداري فساد هم امنیت او سولې ته یو خطر دی. هیله کیږي د اوباما حکومت به په کرزي فشار زیات کړي چې له دغو ستونزو سره مبازره وکړي.

کېرن وون هیپل: "کرزي اوس یوه ښه پرېکړه وکړه چې یو داسې کس یې د کورنیو چارو وزیر وټاکو څوک چې ښه نوم لري، او لا له مخه یې د بدلون هڅې پیل کړې دي. ځیني خلک دا وايي کېدای شي په کابل کې د بې امنتۍ زیاتېدل د پولیسو د هغو چارواکو چې په فساد ککړ دي او د نورو داسي خلکو کار وي، چې په حکومت کې په دغه بدلون خوشاله نه دي. نو هغه باید حتماً اصلاحات رامنځته کړي"

د اوباما د هغو ژمنو په هکله چې ویلي چې د اوساما بن لادن د موندلو هڅې به جدي ونیسي، نوگل وايي د بن لادن نیول کېدل به د نوي حکومت لپاره یوه ستره بریا وي. خو هغه ټینگار کوي چې د اوساما بن لادن نیول کیدل به په افغانستان کې د امنیت راوستلو لپاره د امریکا هڅې بس نکړي.

نوگل: "زه پوره باور لرم چې د اوساما بن لادن وژل کېدل یا نیول کېدل به امریکا له دې را وه نه گرځوي چې په افغانستان کې یو باثباته حکومت رامنځته کړي، چې افغانانو ته امنیت ورپه برخه کړي، او داسې باور رامنځته کړي چې طالبان د اتمې پېړۍ له خپلو وحشتناکه تگلارو او غلطو پالیسیو سره یو وار بیا په افغانستان ځانونه و نه تپي.

زه دا باور لرم چې امریکا به په دې پروژې کې یو وار بیا هغه غلطي تکرار نکړي چې د شوروي اتحاد د پوځونو له وتلو وروسته مونږ افغانستان یواځي پرېښود. او داسې باور به ترلاسه کړي چې افغانستان یووار بیا یو ناکامه هیواد جوړ نشي او نه به د ترهگرۍ ځاله وگرځي"