په واشنگټن کې را روان جشن

ټاکل شوې ده چې په میلیونونو خلک د جنوري په ٢٠مه واشنگټن ته ددې لپاره راشي چې د نوي جمهور رئیس د لوړې مراسم وویني.

ددغو خلکو د راتگ هدف یوازې د جمهور رئیس د لوړې د مراسمو لیدل نه دي بلکه دوی غواړي په هغه جشن کې گډون وکړي چې د نوي جمهور رئیس په ویاړ جوړیږي.

دغه جشن په امریکا کې یوه عنعنوي پدیده ده او له تیرو دوو سوو کلونو راهیسې دوام لري. د نوي جمهور رئیس د کار د پیل په اوله شپه ، په پایتخت کې ډیر سندرغاړي، ټوکماران او ډول ډول هنرمندان ددې لپاره راټولیږي چې نوی جمهور رئیس او د هغه میرمنې ته د یوې شیبې تفریح زمینه برابره کړي. حتی ځینې جمهور رئیسان خو په خپله هم له انټ چیانو سره په رقص کې برخه اخلي. په زرگونو عام خلک ددغو مراسمو ننداره کوي.

لټیټیا بلډریج د پخواني جمهور رئیس جان کنیډي د میرنې جکلین کنیډي د اجتماعي امورو معاونه وه.

دا وايي: "په دغه جشن کې خاصو محفلونو ته د بال کلمه استعمالیږي. دا یوه عجبه او دلچسپه کلمه ده. هر څوک ورته د خوشحالۍ احساس کوي او همدا وايي چې زه غواړم ددغو مراسمو عکسونه ووینم".

په ٢٠٠١م کال کې جمهور رئیس جورج بوش او د هغه میرمنې ددغه جشن په نهو محفلونو کې برخه لرله.

خو دا کال، د منتخب جمهور رئیس لپاره لس رسمي محفلونه په نظر کې نیول شوي دي. خو په ښار کې نور مراسم او محفلونه هم پر ځای کیږي. افریقایان او نور بین المللي دوستان په دې اړه خپل د خوشحالئ محفل جوړوي.

والټر فانټرې چې د یوې کلیسا پادري دی، په واشنگټن کې نوي جمهور رئیس په جشن کې د افریقايي او نورو بین المللي دوستانو د محفل د تنظیمولو مسولیت پر غاړه لري. دی وايي په دغه محفل کې به د نړۍ د بیلا بیلو برخو ډیر خلک برخه ولري:

هغه وايي: "نړۍ غواړي دلته راشي او وايي چې دامریکا خلکو دا یوازې تاسو نه یاست چې په دې خوشحاله یاست بلکه موږ هم په دې خوشحالئ کې درسره شریک یو او راځی چې دا د یوې کورنۍ د خوشحالئ په توگه یو ځای سره ولمانځو".

د افریقا پخواني جمهور رئیس نیلسن منډیلا په دې اړه یوه وینا ثبت کړې ده او ددغه محفل گډون کوونکو ته به واورل شي.

تر اوسه دا نده معلومه چې منتخب جمهور رئیس به هم د افریقايي او بین المللي دوستانو په دغه محفل کې گډون کوي او که نه؟

خو لټیټیا بلډریج، د پخواني جمهور رئیس جان کنیډي د میرنې جکلین کنیډي د اجتماعي امورو معاونه وايي، دا چې څوک په کوم محفل کې گډون کوي، مهمه نه ده بلکه مهمه دا ده چې دا هر څه یوازې او یوازې د نوي جمهور رئیس په خوشحالئ تر سره کیږي.

که څه هم ددغه جشن هدف د نوی جمهور رئیس لمانځل دي خو ډیر کتونکي وايي، اکثره وخت د جشن ټوله توجه د نوي جمهور رئیس پر ځای د هغه میرمنې ته اوړي.